د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر علي باقري کني سره په ټلیفوني اړيکه کې ویلي چې د دوی تر ادارې لاندې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه د هېڅ هېواد په ګټه نه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې همکاري او مشوره د پرمختګ او پراختيا یوازینۍ لار وبلله.
ظاهراً د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې د هغې سیمه ییزې ناستې په غبرګون کې دي چې څو ورځې وړاندې په تهران کې د پاکستان، روسیې او چین د استازو په حضور کې ترسره شوه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (غبرګولي ٢٩) پر اېکس د ښاغلي متقي خبرې راخیستې او لیکلي يې دي: « د ایران او طالبانو ترمنځ ښه اقتصادي او سیاسي پرمختګونه شوي دي.»
علي باقري کني همداراز وویل چې د هغه هیواد او طالبان د سیمې د ثبات لپاره کار کوي.
دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان له لوري د ترهګريزو ګواښونو له امله د ایران، پاکستان او تاجکستان په ګډون د ګاونډیو هیوادونو اندیښنې زیاتې شوي دي.
په وروستي مورد کې، د تاجکستان د پارلمان رییس وویل چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان یو ځل بیا د«ترهګرۍ په مرکز» بدل شوی دی.