افغانستان

ساکي د «افغانستانه د تخليې» په اړه ځواب ويلو لپاره کانګرس ته حاضرېږي

د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویاندې جين ساکي منلې چې کانګرس ته به حاضر شي څو له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه وضاحت ورکړي.

د ډى هیل د راپور پر بنسټ، د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال ویلي، چې مېرمن ساکي د دې کمېټې ته د حاضرېدو په اړه هوکړه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټه له څو مياشتو راهيسې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د سپينې ماڼۍ د پخواني وياند جين ساکي د څرګندونو په لټه کې ده.

ډی هیل لیکلي چې د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر میرمن ساکي ته پرون (دوشنبه، د جون ١٧) په یوه لیک کې ويلي چې کمیټه د هغې ژمنه مني چې په «ټاکل شوې» مرکه کې ګډون وکړي.

د يادونې وړ ده، چې دغه مرکه د جولای په ۲۶ نېټه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې مایکل مک کال مخکې په یوه لیک کې جین ساکي ته ګواښ کړی و، که له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته حاضر نه شي له هرې لارې به کار واخلي.

مک کال په لیک کې وویل: «د جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه به داسې احضاريه صادره کړي چې هغه (ساکي) به شاهدي او ځواب ورکولو ته اړه کړي.»

د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویاندې له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې وړاندې ویلي وو چې هغه «د کانګرس د بهرنیو اړيکو د کمیټې د څارنې مهم فعالیت ته درناوی لري او د دې کمیټې د قانوني څارنې غوښتنو ته په ځواب کې د امکان تر حده د مرستې لپاره چمتو ده.»

د یادونې وړ ده، چې مېرمن ساکي په ۲۰۲۲ کال کې د سپینې ماڼۍ او د بایډن ویاندويي پرېښږده او د هغه وخت راهيسې د «اېم اېس بي سي» تلویزوني شبکې سره د یوې غوره ویاندې او سیاسي شنونکې په توګه کار کوي.