افغانستان

ریچارډ بنیټ به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د بشري حقونو په اړه خبرې وکړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ به نن (د غبرګولي ۲۹مه) دغه شورا ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.

په جينوا کې افغان پلاوي پر اېکس لیکلي چې «په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو جنایتونه» به د ښاغلي بنیټ د خبرو اصلي موضوع وي.»

په جينوا کې افغان پلاوي دا هم ویلي چې د «ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض» او د طالبانو لخوا پر دوی لګول شوي بندیزونه د ښاغلي بنیټ د راپور مهمې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب په دوحه کې درېیمه غونډه په قطر کې جوړه شي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې په دې غونډه کې به د افغان ښځو استازي ګډون وکړي او که نه.

خو تر دې وړاندې په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر بنسټونو او د نجونو د زده کړو فعالانو دغه غونډه غندلې وه.

طالبانو د دغې غونډې د اجنډا له څو ورځنۍ څېړنې وروسته ويلي چې؛ په دې غونډه کې به ګډون وکړي؛ خو ددوى په وينا  که د غونډې په اجنډا کې بدلون راشي، د دوی پر پرېکړې به اغېز وکړي.