نړۍ

په هند کې د دوو رېل ګاډو ترمنځ ټکر له ۱۵ کسانو ژوند واخيست  

د هند پولیسو اعلان کړی چې د لویدیځ بنګال ایالت په دارجیلینګ ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي رېل ګاډي او بار وړونکي رېل ګاډي د ټکر په پایله کې ۱۵ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د هند د پولیسو یوه چارواکي ابیشک رای رویټرز ته ویلي چې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۵ جسدونه را ایستل شوي او نږدې ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، یو  تېز حرکت کوونکى بار وړونکی رېل ګاډی  د ریل ګاډی سره ټکر وکړ چې د شمال ختیځ له تریپورا ایالت څخه د لویدیځ بنګال پلازمینې کلکتې ته روان و، چې د مسافر وړونکي اورګاډي درې لارۍ له پټلۍ څخه ووتلې.

په دغه اورګاډي کې د سپرلیو شمېر تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

په همدې حال کې د هند د رېل ګاډي د ادارې مشر جیا ورما سینها اعلان کړی چې د بار وړونکي رېل ګاډي چلوونکی او د مسافر وړونکي رېل ګاډي ساتونکي هم مړه شوی دي.

سینها زیاته کړه: «دا پېښه د بار وړونکي اورګاډي چلونکي سیګنال ته د نه پام کولو او تېز حرکت کوونکي رېل سره د ټکر له امله رامنځته شوې ده.»