ښځې

د دوحې له غونډې د ښځو او نجونو غوښتنه: د بشري حقونو مسٸلو ته دې لومړیتوب ورکړل شي

په داسې حال کې چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو ګډون تایید شوی، یو شمېر ښځې او نجونې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوحې په ناسته کې د بشري حقونو مسٸلو ته لومړیتوب ورکړي او د ښځو او نجونو پر حقونو  دې معامله نکوي.

دغه ښځې او نجونې وايي، چې اوسمهال د طالبانو د بندیزونو له امله په ټولنه کې له خپلو ټولو حقونو بې برخې دي.

بل خوا یو شمېر سوداګر او د خصوصي سکټور استازي وايي، نړیوالو بندیزونو د افغانستان خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د پیسو د لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ کړی او د دوحې په ناسته کې دې د سوداګرو پر دغه ستونزه خبري وشي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دوی به د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي او د دوحې د ناستې په جوړښت او اجنډا کې هر ډول بدلون به په دغه ناسته کې د دوی د پلاوي د ګډون پر پرېکړې اغېز وکړي.

اوس ددې په غبرګون کې، ځينې ښځې او نجونې وايي چې د دوحې په درېيمه غونډه کې بايد نړيواله ټولنه د ښځو او نجونو حقونه له پامه ونه غورځوي او د دوحې د غونډې په اجنډا کې دې د بشري حقونو مسايلو ته لومړيتوب ورکړل شي.

یوه محصله وايي:«موږ د ملګرو ملتونو له استازو څخه غوښتنه کوو چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړي او زده کړو ته لومړیتوب ورکړي.»

ځينې کورنۍ پر طالبانو نيوکې کوي او وايي، چې طالبانو د خپلې نږدې درې کلنې واکمنۍ پر مهال ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي او د نجونو ټول خوبونه يې له منځه وړي دي.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: «طالبانو د نجونو برخلیک له خاورو سره خاورې کړى او دوی يې له زده کړو پاتې کړي. دوی زده کړه نه کوي، ښوونځي او پوهنتونونه يې تړلي. زما د اولادونو په څیر په ​​زرګونو نور اولادونه په کور کېنولى. نه درس، نه ښوونځی، نه پوهنتون؛ ټولې هیلو او ارمانونو له خاورو سره خاورې کړي.»

ځینو سرچینو آمو ټلویزیون ته ویلي، چې طالبانو د دوحې په درېیمه ناسته کې د خصوصي سکتور د ګډون، د نشه یي توکو او د موسمي بدلون موضوعاتو شاملول د خپل ګډون لپاره شرطونه ایښي او ویلي یې دي، چې په دې ناسته کې باید د بشري حقونو پر موضوع خبرې ونه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانی مشر اقتصادي وده او د سوداګرۍ هوساینه د رسمي سیاسي ادرس په شتون پورې تړلې ګڼي او په دې باور دي چې د دغه ادرس په نشتوالي او د مناسبو اسانتیاوو په نشتون کې خصوصي سکټور نشي کولای خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې پخوانی رییس آذرخش حافظي وايي: «د رسمي سیاسي ادرس نشتوالی ددې سبب ګرځي چې موږ ونشو کولی له نړیوالو سرچینو او د پیسو لېږد نړیوال سویفټ سیسټم ته د نه لاسرسي له امله پور واخلو. زه هیله لرم. د دوحې غونډه به د افغانستان ستونزې هوارې کړي.»

د خصوصي برخې یو شمېر غړي وايي، چې د طالبانو له راتګ وروسته له هېواده د پیسو په لېږد کې له ځانګړو ستونزو سره مخ شوي او سوداګر نه شي کولای خپلې پیسې د بانکونو له لارې ولېږدوي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان د خصوصي برخې استازي د طالبانو له خوا د بیروکراسۍ پر شتون او د حکومونو پر زیاتوالي نیوکې کړې دي.

د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي یوه غړي پر سوداګرو د طالبانو فشارونه او د طالبانو له خوا په بېلابېلو نومونو د پیسو ټولول په ډاګه کړل او ویې ویل چې د دې ستونزو مخه باید ونیول شي.