افغانستان

د طالبانو خپلمنځي اختلافاتو په اړه د اخندزاده اندېښنې: ما دې له دې مقامه لرې کړي؛ خو دوى دې متحد شي

د طالبانو مشر هبة الله اخندزاده په کندهار کې د اختر له لمانځه وروسته ده ته منسوب په یوه غږیز پیغام کې د طالبانو تر منځ د اختلافاتو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې که دوی یوه ورځ سره متحد شي نو په خوښۍ سره به له دې ډلې ووځي؛ خو هغه د طالبانو د غړو تر منځ د وېش او اختلافاتو په اړه خوښ نه دی.

نوموړي په دې وینا کې په وار وار د طالبانو د غړو تر منځ د اختلافاتو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې نه غواړي د طالبانو په «سیسټم» کې دننه او بهر اختلافات رامنځته شي.

اخندزاده د طالبانو نظام «د خدای نظام» بللی او د هغه پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

هغه ويلي:«وروڼو، اختلافات لرې کړئ. زموږ دغه اسلامي نظام يو اسلامي او شرعي نظام دی. دا د خدای  (ج) دحکمونو سره سم دوام لري او خدای دې د په لا دوام کې مرسته وکړي. زه په دې خوښ نه یم چې په ټولیزه او په ځانګړې توګه د مسلمانان نظام کې دننه یا بهر عام او خاص موجود وي، اختلافات موجود وي، که تاسې ټول په یوه ورځ کې سره متحد شي او ما له دې مقامه معزول کړٸ، زه په دې خوشحاله یم، خو په دې خوشحاله نه یم چې د دوی ترمنځ اختلافات او تفرقه موجوده وي.»

هغه دا هم وویل چې «د یو بل عیبونه په ښکاره ډول مه وایئ او له ښکاره نيوکو څخه ډډه وکړئ.»

هغه وويل: «ولې بل چا ته بد وايې؟ هغه ستا مسلمان ورور دی. هغه ته د مسلمان له نظره وګوره. دا د ورور سره ظلم دی. هغه مه هیروئ. د هغه ګناه مه وایه. مه يې ښکاره کوه. پټ یې کړه. که غواړې چې نصیحت ورته وکړې، ښه نصیحت ورته وکړه، د خلکو په مخ کې د چا عیب ویل د هغه عيب ښکاره  کول دي، نصیحت نه دي.»

 په داسې حال کې چې د ده له خوا د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو په موخه لسګونه فرمانونه صادر شوي؛ خو نوموړي په دې وينا کې ويلي چې ښځو ته بايد د ميراث حق ورکړل شي.

هغه وويل: « تر ټولو ستره صله رحمي د خپلو نږدې  ښځينه خپلوانو د حقوقو پوره کول دي. ما څو څو وارې ویلي، ملایانو ته مې هم ویلي دي او امر مې هم کړی دی. د میراث حق ورکړئ. په دې جومات کې له خدای ج سره وعده وکړٸ چې له دې وروسته به دا شرعي حق پوره کوو. هر هغه څوک چې د خپلې خور، لور او مور حقونه  ورسره پاتې دي د هغوی شرعي حقونه لکه مهر او ميراث دې ادا کړي.»

د طالبانو مشر ویلي دي چې دی هم چمتو دی چې «مشورې» ومني.

هغه زياته کړې :«هغه علماء چې مسؤل دي  او مسئولیت لري ستاسو وروڼه دي. دوی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. د دوی سره مرسته وکړئ چې دا مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړئ. له هغوى سره اختلاف او مبارزه مه کوئ. ماته هم مشوره راکړه.»

هغه د اسراييلو او حماس تر منځ جګړې ته له اشارې پرته ويلي، چې په نړۍ کې روانو حالاتو ته په کتو، نړۍ په کومو سترګو له طالبانو غواړي چې  غوښتنې يې ومنل شي؟

هغه زیاته کړه: «نن تاسو ګورئ چې د بشری حقوقو او د اسلامی حقوقو په نوم په دغو مسلمانانو باندې په ډیره بې رحمۍ سره ظلمونه دوام لری. دا مسلمانان چې نن شهيدانېږي، تاسو په کوم حق د نړۍ واکمني غواړٸ، په کومو سترګو راته نصيحت کوٸ؟ په کومو سترګو له موږ څخه غوښتنې لرې او له مونږ غواړٸ چې ستاسو غوښتنې ومنو؟»

هبت الله اخندزاده تر اوسه په عام محضر کې نه دی څرګند شوی.

د طالبانو مشر له دریو کلونو څخه په کمه موده کې لسګونه فرمانونه صادر کړي چې د نجونو او ښځو حقونه یې محدود کړي دي. په دې حال کې يې نجونې پوهنتون او ښوونځي ته له تګ څخه منع کړي دي او ښځې په مرستندویه موسسو کې کار کولو  اجازه نه لري.

د طالبانو مشر په داسې حال کې پر طالب چارواکو د ښکاره نیوکو د مخنیوي خبره کوي، چې طالبانو د رسنیو او د بیان پر ازادۍ ډېر محدودیتونه لګولي او په هېواد کې یې د سیاسي ګوندونو پر فعالیتونو هم بندیز لګولی دی.