افغانستان

ریچارډ بنیټ په خپل اختريز پیغام کې د افغانانو ترمنځ پر لا زیات پیوستون او برابرۍ ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي يچارډ بنيټ د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام افغانانو ته د لا پیوستون، درناوي او برابرۍ هیله وکړه.

هغه په ​​دغه پیغام کې لیکلي دي: «هیله لرم چې دا اختر د ټولو لپاره د پیوستون، همکارۍ او لا زیات وقار، انسانیت، برابرۍ او سولې سبب وګرځي.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي په خپل نوي راپور کې چې ټاکل شوې سبا د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په غونډه کې وړاندې شي، ویلي چې په افغانستان کې نجونې د «جنسيتي او سني زیانونو» سره مخ دي.

په دې راپور کې هغه «د طالبانو لخوا د افغان ښځو او نجونو د ځپلو بنسټيزې لارې چارې» څېړلې دي.

د ډېرو اسلامي هېوادونو برعکس، طالبانو لکه پاکستان، د دوشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.