افغانستان

طالبانو د هېواد په اوو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړ

د طالبانو تر واک لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په اوو ولایتونو کې دسختو ورښتونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې نن (شنبه د غبرګولي ۲۶مه) او سبا د سمنګان، پروان، کابل، میدان وردګو، لوګر، ننګرهار او بامیان ولایتونو کې د نسبتاً سختو اورښتونو او سیلابونو د راوتو امکان شته.

د دغې خبرپاڼې له مخې په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه د ۱۵ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې تېره ورځ بامیان ولایت د سېلابونو شاهد و، چې خلکو ته یې ډېر مالي زیانونه واړول.