په اسلام آباد کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم ویلي چې طالبان باید له خپل تېر څخه عبرت واخلي.
ښاغلي مقدم د پاکستان د امنیتي مطالعاتو مرکز ته په خبرو کې وویل چې طالبان باید له روسیې، ایران، چین او پاکستان سره همغږي رامنځته کړي.
نوموړي په دې خبرو کې زیاته کړه :« افغانستان له هغو ترهګرو ډلو سره تاریخي اړیکې لري چې د روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره جنګېدلي دي.»
په اسلام اباد کې د ایران سفیر همداراز زیاتوي چې دغه ډلې لا هم هڅه کوي چې له طالبانو سره د خپل نږدېوالي خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د نفوذ په اړه ډېر اندېښمن دي.
دغه هیوادونه هڅه کوي چې د سیمه ییزو غونډو په جوړولو سره طالبان اړ کړي؛ څو پخپلو سیاستونو کې په لا زیات نرمښت سره له دغو ډلو سره مبارزه وکړي.