نړۍ

شمالي کوریا روسیې ته لس زره کانټینره مهمات استولي 

شمالي کوریا تازه روسیې ته لس زره کانټینرونه تسلیحاتي مرسته استولي ده.

ګلوبل آی نیوز راپور ورکړی چې د شمالي کوریا د وسلو په دغه مرسته کې ۵ میلیونه توپونه شامل دي.

په همدې حال کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په دې وروستیو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په یوه پیغام کې ویلي چې شمالي کوریا د روسیې «نه ماتېدونکی جنګي ملګری» دی.

تر دې مخکې د شمالي کوریا دولتي رسنۍ (کى اېس اېن اى) راپور ورکړی و چې دغه پیغام د شمالي کوریا د مشر له خوا ښاغلي پوتین ته د روسیې د ملي ورځې په مناسبت استول شوی دی.

يادونې وړ ده، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هم د تېر کال په سپټمبر میاشت کې روسیې ته تللی و او د دغه هېواد د فضايي توغولو له مرکز څخه یې لیدنه کړې وه.

د دغه سفر پر مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغه سره د سپوږمکۍ د جوړولو په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.