افغانستان ښځې

سټريت انسايډر: افغان نجونې له زرو ورځو راهیسې د «ظلم او جنسيتي تبعیض» لاندې ژوند کوي

Simran, a high school graduate.

سټريټ انسايډر په یوه راپور کې ویلي چې افغان نجونې او ښځې له زرو ورځو راهیسې د «د ظلم او جنسيتي تبعیض » لاندې ژوند کوي.

دې خپرونې لیکلي چې د ښځو او نجونو د زده کړو په وړاندې د طالبانو تګلاره به نه یوازې دا چې پر افغاني ټولنه به اوږدمهاله منفي اغېزې ولري؛ بلکې په  ټولې بشري ټولنې به هم اغېز ولري.

سټریټ انسایډر د نړیوال ښوونې او روزنې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګورډون براون په حواله لیکلي چې اوس د دې وخت دی چې د افغان نجونو او میرمنو لپاره خبرې وشي او د نړۍ مشران باید په افغانستان کې دطالبانو لخوا «پر زده کړې او تحصيل د بنديز» د پای ته رسولو لپاره لاس په کار شي.

په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له هرو لسو نجونو څخه ۸ یې له زده کړو بې برخې دي.

يادې خپرونې همداراز ویلي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې ۱،۵ میلیونه نجونې او ښځې د «زده کړې او تحصيل د بنديز» تر اغېزو لاندې دي.

د دغه راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ټولټال ۴،۲ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده چې  طالبانود ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د واک ترلاسه کولو راهيسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تګ منع کړې دي.