افغانستان

په باميان کې سېلابونو ډېر زيانونه اړولي 

په بامیان کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر په دغه ولایت کې د وېجاړونکو سېلابونو خبر ورکړی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي تلويزيون په باميان کې د طالبانو د والي د  سنيو دفتر په حواله په يوه راپور کې ويلي چې په دغو سېلابونو کې ٢٠٥ جريبه کرنيزه ځمکه، ١٢ کورونه او ٢٦ کيلومتره سړک ويجاړ شوى دى.

د دغه راپور پر بنسټ په دغو سېلابونو کې ۶۱ څاروي هم له منځه تللي دي.

د يادونې ده، چې دغه سېلابونه د دې ولايت په سيغان او ګلستان سيمو کې راوتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره يوه مياشت کې د افغانستان په يو شمېر سيمو کې سختو سيلابونو د سيمې اوسېدونکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د راپورونو له مخې په بغلان، غور او فاریاب ولایتونو کې دغو سیلابونو له نږدې ۴۰۰ کسانو ژوند اخيستى دى.