نړۍ

د«نډ» بنسټ د ولسواکۍ د پیاوړتیا فعالیتونو لپاره جایزې ورکړې

د «نډ» بنسټ یا د ولسواکۍ ملي صندوق د پنجشنبې په ورځ  یو شمیر اشخاصو او بنسټونو ته د ولسواکۍ  او ازادۍ د ودې لپاره د دوی د « فوق العاده فعالیتونو» ترسره کولو لپاره جایزې ورکړې دي.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا جایزې د هغو نامتو سیاسي مشرانو د درناوي لپاره دي چې د خلکو له حقه په ازاده توګه د خپل برخلیک په ټاکلو کې دفاع کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، «د ولسواکۍ د خدمتونو مډالونه هغه غوره مشران د فعاليتونو ستاينه کوي چې په ټوله نړۍ کې د ولسواکۍ څخه دفاع کوي. موږ به د وینزویلا دخلکو ستاينه  هم وکړو.»

په روسیه کې د بشري حقونو فعالې اوګنیا کارا مورزا د «آزاده روسیه»په نوم د یوې بنسټ په استازیتوب ولسواکۍ ته د خدمت مډال ترلاسه کړ.

هغه د دې غونډې ګډونوالو ته وویل: «زه نه پوهیږم چې زه څومره پیاوړی یم. زه باور لرم چې هرڅوک خپل محدوديتونه لري، زه لا تر اوسه خپل حد ته نه یم رسیدلی.»

دغو کسانو او بنسټونو ته دا جایزې د امریکا د کانګرس د غړو له خوا ورکړل شوې.

د نډ پر اېکسپاڼه راغلي، لاډون ټټونګ او ګیال لو د تبت انسټیټیوټ په استازیتوب د ولسواکۍ جایزه ترلاسه کړه.

د جایزې د وړاندې کولو په وخت کې د ولسواکۍ د اتحاد غړي پیټر روسکم وویل:«یو له هغو کارونو چې د تبت د عمل موسسې ترسره کړى دا دى چې د تبت حاکمیت يې بېرته په نقشه کې ځای په ځای کړي.»

په کییف کې د حقوقي کارپوهې کاترینا راشفسکا د «بشري حقونو سیمه ایز مرکز» په نوم د یوې ادارې په استازیتوب  جايزه ترلاسه کړې.

هغې د جايزې د ترلاسه کولو پر مهال وويل: «ډېر خوبونه له منځه تللي او ډېرې هيلې غلې شوې دي.»

په همدې حال کې د بیلاروس د اپوزیسیون مشرې سویاتلانا سیخانوسکایا د امریکا له سناتورې جین شاهین لخوا د ولسواکۍ د خدمتونو مډال ترلاسه کړ او د ويي سازمان اجرایوي مشرې زهرا حیدر د امریکا له استازې سارا جاکوب څخه دا جایزه ترلاسه کړه.