ښځې

ریچارډ بنیټ د افغان نجونو پر زده کړو ۱۰۰۰ ورځنی بندیز وغانده

دبشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د ۱۰۰۰ ورځې بندېدل وغندل.

ښاغلي بنیټ په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې د نجونو په تعلیم باندې د «نه منلو وړ او له تصوره لرې » ،زر ورځني بندیز سربېره ، په میلیونونو افغان نجونې خپلو هيلو ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه: «موږ باید په همغه اندازه د دوی تر څنګ په ټينګ هوډ سره ودرېږو.»

بنيټ پر نړیوالې ټولنې همداراز غږ وکړ چې د افغان نجونو د زده کړې  د حق  لپاره کار وکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکوونکى وويل: «موږ باید په ګډه په افغانستان کې د هرې نجلۍ د زده کړې له حق څخه دفاع وکړو. زده کړې  نه یوازې د انسان حق دی؛ بلکې د یوې غوره، برابرې او هوسا نړۍ لپاره یو پیاوړی کتلست دی.»

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ١٤٠٠هـ ش کال د وږي په مياشت کې  له شپږم ټولګي څخه پورته  نجونې ښوونځي ته له تګ منعې کړې.