نړۍ

بایډن او زیلینسکي لس کلن امنیتي تړون لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ایټالیا کې د جي ٧ سرمشریزې په څنډه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ  لس کلن امنیتي تړون لاسلیک کړ.

رویټرز راپور ورکړی چې بایډن له زیلینسکي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ هدف ددې تړون له لاسليكولو دا دی چې د اوکراین اوږدمهاله مخنیوي او دفاعي تضمین ظرفیتونه پیاوړي شي.»

د دغه راپور له مخې د اوو هېوادونو د ډلې مشرانو د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي د مياشتې په ٢٤ نېټه په خپله غونډه کې هوکړه وکړه چې د روسيې د کنګل شويو شتمنيو له ګټې څخه به اوکراين ته د ٥٠ ميلياردو ډالرو د پور د ورکولو لپاره استفاده وکړي.

په دې خبري غونډه کې د اوکراین ولسمشر د بایډن د «مشرتابه» او له کییف څخه د هغه د ملاتړ ستاینه وکړه.

د غبرګولي په ديارلسمه، زیلینسکي د ټرمپ د احتمالي پریکړې په اړه چې که چيرې هغه په ټاکنو کې بريالى شي اندیښنه څرګنده کړه چې په کییف باندې د «سولې بد پلان» تحمیل کړي.

تېر کال، ټرمپ ویلي و چې کولای شي په «۲۴ ساعتونو کې»د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.