ورزش

د کرکټ نړیوال جام دوام: افغانستان به له پاپوا نیو ګیني سره لوبه وکړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اوریز نړیوال جام د یوې برخې په توګه سبا سهار (جمعه د غبرګولي ۲۴مه، د افغانستان پر وخت) د پاپوا نیو ګیني سره لوبه کوي.

افغانستان د یوګانډا او نیوزلینډ په وړاندې د دوه پرلپسې بریاوو او د لوړو امتيازاتو سره د پاپوا نیوګیني په وړاندې د ګټلو په صورت کې مستقیمه توګه به د نړیوال جام  د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار پيدا کړي.

د هېواد ملي لوبډله اوس د ۵.۲۲۵ مثبتو امتيازاتو  په لرلو سره له ویسټ انډیز وروسته په «سي» ګروپ کې دوهم ځای لري. که پاپوا نیو ګیني ماتې وخوري، افغانستان به د ګروپ په سر کې وي او د نيوزلينډ اتو غوره پړاو ته د رسېدو هیلې به له منځه ولاړې شي.

افغانستان د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په سي ګروپ کې یوګانډا ته په ۱۲۵ منډو او نیوزیلنډ ته په ۸۴ منډو ماتې ورکړه. د افغانستان د توپ وهنې پیلوونکو رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د یوګانډا پر وړاندې په ګډه ۱۵۴ او د نیوزیلنډ پر وړاندې ۱۰۳ منډې جوړې کړې.

د توپ اچونې په برخه کې فضل الحق فاروقي او راشد خان ارمان د یوګانډا او نیوزیلنډ پر وړاندې په خپلو غوره کارکردګیو سره د دغو دوو لوبډلو پر وړاندې د افغانستان په بریا کې مرسته وکړه. فاروقي تر اوسه په دوو لوبو کې د افغانستان په ګټه ۹ ویکټې اخیستي دي.

د ویسټ انډیز یو له تجربه کاره لوبغاړي برایان لارا وړاندوینه کړې چې افغانستان به د نړیوال جام د څلورو غوره لوبډلو ترمنځ ځاى خپل کړي.