افغانستان ښځې

د ښځو اعتراضي خوځښت: له طالبانو سره د هر ډول هوکړې، تفاهم او تعامل «غندنه» کوو

یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې د درېیمې ناستې په تړاو د افغان ښځو د اعتراضي خوځښتونو د خپلواک ایتلاف له ادرسه ویلي، چې له طالبانو سره هر ډول ناسته، تفاهم او تعامل «غندي.

دغو میرمنو په یوه پرېکړه لیک کې دوحه «ناپاک، نامقدس او د افغانانو د ترخو ورځو د زیږون ځای» بللی دی.

په دغه پرېکړه لیک کې د افغان ښځو د اعتراضونو خپلواک ائتلاف همدارار له نړۍ غوښتي چې «طالبان دې د افغانستان د ښځو او خلکو پر وړاندې د چلند په خاطر عدالت ته راکاږي.»

په پرېکړه ليک کې راغلي: «د طالبانو له خوا ټول ارزښتونه، نړيوال ميثاقونه او د بشري حقونو نړيواله اعلاميه تر پښو لاندې شوې او تر پښو لاندې کېږي.»

د دغه پرېکړه ليک په يوه بله برخه کې راغلي: «د افغانستان خلک له هرې هغې غونډې کرکه لري چې د طالبانو د سپينولو لامل کېږي او د داسې غونډو تنظيموونکي د افغانانو له قاتلينو سره برابر ګڼي.»

په ورته وخت کې دغه ایتلاف له نړۍ غوښتي چې د طالبانو پر ځای د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.