د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميسيون وايي، افغانستان په نړۍ کې د بې ځایه شویو تر ټولو لوی شمېر لري.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په ټوله نړۍ کې ۶،۴ میلیونه کډوال لري چې د نړۍ د کډوالو له یو پر دریمې برخې سره برابر دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې سوریه د افغانستان ترڅنګ په نړۍ کې ۶،۴ میلیونه کډوال لري.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسيون په نړۍ کې د کډوالۍ لامل«جګړه، بې وزلي او سيستماتيک تبعیض» بللي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال تر پایه په نړۍ کې د «جبري کډوالو» شمېر ۱۱۷،۳ میلیونه کسانو ته لوړ شوی دی.
په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې په نړۍ کې د کډوالۍ بهیر نه دی درېدلی او د ۲۰۲۴ کال تر اپریل پورې له ۱۲۰ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته لوړ شوى دی.
دا راپور زیاتوي چې دا احصایه ښیي چې له هرو ۶۹ کسانو څخه یو یې یا په بل عبارت د نړۍ ۱.۵ سلنه نفوس په جبري ډول بې ځایه شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړى، چې د کډوالۍ بهیر دوام لري او د یوې لسیزې پخوا په پرتله دوه برابره زيات شوی دی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي وايي: «د بې ځایه کیدو د دې زیاتوالي تر شا بې شمېره کړاوونه پراته دي.»
ښاغلی ګراندی زیاتوي چې دغه کړاوونه باید نړیواله ټولنه دې ته اړ کړي؛ څو د جبري بې ځایه کېدو اصلي رېښې د ځواب لپاره سمدلاسه اقدام وکړي.