د لانګ وار ژورنال مجلې په خپل یوه راپور کې ویلي، متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني چې د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دی، وروستی سفر به د نورو «ترهګرو» ډلو مشرانو د زړورتيا لامل شي.
دې مجلې په خپل راپور کې دشک څرګند کړی چې متحده ایالات به له دا ډول سفرونو څخه بې خبره وي.
د لانګ وار ژورنال په راپور کې راغلي چې د سراج الدین حقاني دا سفر به هغه په یوه «حکومتي سړي» بدل کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د امریکا په تور لیست کې دی او امریکا د هغه د نیولو او وژلو لپاره لس میلیونه ډالره انعام ټاکلی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د جون په پنځمه متحده عربي اماراتو ته تللى او د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې ليدلي.
هغه وروسته د جون په اوومه له قطر څخه د حج او عمرې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ.
ملګرو ملتونو د طالبانو د رٸيس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر او سراج الدین حقاني په ګډون د طالبانو د پنځو لوړ پوړو چارواکو نومونه په موقت ډول له تور لیست څخه ایستلي دي.
په همدې حال کې لانګ وار ژورنال لیکلي: « ممکنه ده چې متحده ایالات د طالبانو په رسمیت پېژندلو په لور حرکت وکړي.»
خو دغې مجلې خبرداری ورکړی، چې دا ډول کړنې به په نړۍ کې د نورو ترهګرو ډلو مشران لا زړور کړي.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبايډن ښايي د داعش خراسان ډلې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره له طالبانو سره د اړیکو لرلو لېوالتیا ولري.