د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت افغانستان ته د « ایران آير» هوايي شرکت د الوتنو د پیلېدو اعلان وکړ.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت پر اېکس لیکلي چې د ایران آير هوايي شرکت الوتکه نن (چهارشنبه د غبرګولي ۲۳مه) د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شوه.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د ایران هوايي شرکت «ایران آير»په پام کې لري چې په اونۍ کې یو ځل له تهران څخه کابل ته الوتنې ولري.
خبرپاڼه زیاتوي چې تر دې مخکې د ایران د کیش، ماهان او یزد هوايي شرکتونو هم افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا واک ته رسېدو راهيسې نړیوالو هوايي شرکتونو کابل ته خپلې الوتنې بندې کړې دي.
خو په تېر کال کې د متحده عربي اماراتو «فلای دوبۍ» شرکت او د «ترکش ایرلاین» په نوم ترکي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې دي.