نړۍ

د شپږ تاجکستاني وګړي په امریکا کې د «داعش» د غړیتوب په تور نیول شوي

د شپږ تنه تاجکستانيان  د امریکا په دریو بېلابېلو ښارونو کې د «داعش خراسان څانګې د غړیتوب» په تور نیول شوي دي.

نیویارک پوسټ راپور ورکړی چې دغه تورن کسان د نیویارک، لاس انجلس او فلاډلفیا په ښارونو کې د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

د دغې ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د دغو ۶ کسان وروسته له هغه ونيول شول چې د امریکا فدرال پولیسو(اېف بي آي) تېره اوونۍ په دې تړاو خبرداری ورکړ.

نیویارک پوسټ لیکي چې اېف بي آي د تاجکستان څخه د دغو شپږو کسانو تلیفوني اړيکې کشف کړي او د سرچینې په وینا دغو کسانو په تلیفوني خبرو کې د بم په اړه خبرې کړي وې.

یوې سرچینې نیویارک پوسټ ته وویل:«د بوسټن ماراتن چاودنه مو په یاد ده؟ زه وېره لرم چې یوځل بیا ورته یا آن له دې ډېره بده پېښه وشي.»

دا په داسې حال کې ده، چې  د اېف بي آي مشر کریس ري په امریکا کې د داعش د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ښايي ترهګر په مسکو کې د کنسرت پر تالار له برید څخه الهام واخلي او په امریکا کې ورته بریدونه تنظیم کړي.