افغانستان

فاکس نیوز: افغانستان د ترهګرو لپاره«خوندي جنت»دی

فاکس نیوز د لانګ وار ژورنال مجلې وروستي راپور ته په اشارې د القاعدې د مشر وروستي پیغام پر بنسټ چې خپلو جنګیالیو ته یې افغانستان ته بلنه ورکړې، راپور ورکړی چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان د ترهګرو لپاره “خوندي جنت” دی.

بېل روجيو، د لانګ وار ژورنال مدیر، فاکس نیوز ته ويلي: «د القاعدې د مشر سیف العدل خپلو جنګیالیو ته ورستى پيغام په رسمي توګه افغانستان د ترهګرو لپاره د خوندي ځای په توګه په ګوته کوي»

طالبانو تر دې مخکې ترخپلې واکمنۍ لاندې  افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی و.

خو فاکس نیوز په دغه راپور کې ویلي، چې د القاعدې د مشر دغه پیغام په هېواد کې د طالبانو له واک ته د رسېدو وروسته افغانستان ته د القاعدې شبکې د بهرنیو غړو د راتګ «روښانه نښه» ده.

دې خبري شبکې همداراز  ویلي، چې القاعده شبکه د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې«روزنيز مرکزونه، دیني مدرسې، هستوګنځي، د وسلو زېرمې او د رسنیو د عملیاتو مرکز» لري.

په دې راپور کې راغلي: «له دغو مرکزونو او وسلو او پوځي تاسیساتو څخه په استفادې، القاعده پلان لري چې پر لویدیځ برید وکړي.»

فاکس نیوز دا هم لیکلي چې القاعده د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د «ترهګرو» روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

لانګ وار ژورنال مخکې په خپل راپور کې لیکلي وو: «په افغانستان کې د القاعده شبکې زیربناوې او خوندي پټنځایونه دغې ترهګرې ډلې ته دا فرصت ورکوي؛ څو د سیف العدل له غوښتنې څخه په استفادې  له خپلو پلویانو څخه د ملاتړ لپاره افغانستان ته کډوال شي.»

د فاکس نیوز د راپور په یوه بله برخه کې همداراز ویل شوي چې د القاعدې مشر په دې وروستیو کې د «دا غزه ده،د هستۍ جګړه،  نه د پولې جګړه» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه چې په غزه کې د اسراییلو د جګړې له امله د رامنځته شوې غصې څخه په غزه کې د زده کړې، تجربې او پوهې د ترلاسه کولو لپاره د غزې په وړاندې د بریدونو د ترسره کولو لپاره د هڅونې څخه کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو امنیتي مرکز د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې د داعش پراختيا د افغانستان او نړۍ لپاره ستر ګواښ بللی دی.