نړۍ

کیم جونګ اون پوتین ته: شمالي کوریا د روسیې «نه ماتېدونکى جنګي ملګری» دی.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په یوه پیغام کې ویلي چې هېواد یې د روسیې «نه ماتېدونکی جنګی ملګری» دی.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ ( کى اېس اېن آى) خبر ورکړی چې دغه پیغام د دغه هېواد د ولسمشر له خوا ښاغلي پوتین ته د روسیې د ملي ورځې په مناسبت استول شوی دی.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، دا پیغام د روسیې ولسمشر ته په داسې حال کې استول شوی چې روسي رسنیو ویلي چې ښاغلی پوتین به په  راتلونکو اونیو کې شمالي کوریا او ویتنام ته سفر وکړي.

په ویتنام کې یوه حکومتي چارواکي رویټرز ته ویلي چې دغه هېواد ته د ښاغلي پوتین سفر د جون په ۱۹ او ۲۰ پلان شوی دی؛ خو دا لا تایید شوې نه ده.

د دې خبري آژانس د خبر له مخې، کرملین ویلي چې روسیه غواړي له شمالي کوریا سره په «ټولو برخو کې همکاري» پیاوړې کړي؛ خو د دې ليدنې نېټه لا په ډاګه شوې نه ده.

د یادولو وړ ده چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د تیر کال په سپټمبر میاشت کې روسیې ته تللی و او د دغه هیواد د فضايي توغولو له مرکز څخه یې لیدنه کړې وه.

د دغه سفر پر مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغه سره د سپوږمکۍ د جوړولو په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.