افغانستان روغتیا

طالبان: افغانستان په نړۍ کې د چاپېریال له پلوه تر ټولو زیانمن هېواد دی

د طالبانو د وزیرانو شورا مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، افغانستان د چاپېریال او د موسمي بدلون له اړخه په نړۍ کې له ډېرو زیانمنو هېوادونو څخه دی.

هغه په ​​کابل کې د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د نړۍ له صنعتي هېوادونو وغوښتل چې د چاپېریال په ښه کولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې رئیس عزیز الرحمن په دې ناسته کې وروستیو وچکالیو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان له تېرو درېیو لسیزو راهیسې له وچکالۍ سره مخ دی او د سږني کال بارانونه نه شي کولای دغه ستونزې راکمې کړي.

نوموړي دغه راز په افغانستان کې د ژوند چاپيريال ستونزو ته د نړيوالو بنسټونو د مرستې او پاملرنې غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي طالبان په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې په نه پاملرنې تورنوي او زیاتوي چې د هوا له ککړتیا او د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي مشرې روزا اوتونبایوا د چاپېریال د نړیوالې ورځې په مناسبت ويلي و چې دغه سازمان به د افغانستان له خلکو سره د چاپېریال له زیانونو سره د مبارزې په برخه کې کار وکړي.

آغلې اتونبایوا زیاته کړه چې د افغانستان چاپېریال له سختو زیانونو سره مخ دى.