د پاکستان په کویټه ښار کې د ډبرو سکرو په کان کې د ګازچاودنې په پایله کې د ۹ کان کېندونکو په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي دي.
ایکسپرېس ټریبیون خبر ورکړی، چې له دې پېښې وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته ورغلې او جسدونه یې له کان څخه را ایستلي دي.
د دغه راپور له مخې دغه کان د کويټې ښار په څلويښت کيلومترۍ کې موقعيت لري او د دغې چاودنې علت په دغه کان کې د ګازو جمع کېدل دي.
د بلوچستان ایالت د حکومت ویاند شهاب ريند ويلي،«دې ناورین د کانونو په صنعت کې د سخت خوندیتوب پروتوکولونو ته بیړنۍ اړتیا زیاته کړې ده.»
ښاغلي ريند زیاته کړه: «دا یوه ویجاړونکې پېښه ده. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو. ټوله ټولنه په دې پېښه خواشیني ده.»
د يادونې وړ ده، چې دغې چاودنې په دغه کان کې پراخ زيانونه اړولي او په پايله کې يې د دغه کان څو برخې نړېدلې دي.