د کالیفورنیا پولیسو اعلان کړی چې د دې ایالت د سانخوزه او سانتا کلارا په پوله کې د «وستفیلد ولی فیر» په لوی سوداګریز مرکز کې د ډزو په یوه پېښه کې درې کسان ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پولیسو په وینا، دا پېښه د «توره جمعه»، چې د توکو نرخ کې د تخفیف له امله زیات شمېر خلک راټول شوي وو، رامنځته شوه او د پیرېدونکو د ګډوډۍ، او تېښتې لامل شوه.
د سانخوزه د پولیسو اداره وايي چې ډزې د ماښام شاوخوا ۵:۴۰ بجې د «میسیز» د پلورنځي د دوهم پوړ له یوې برخې پیل شوې.
په پېښه کې یو سړی، یوه ښځه او یوه ۱۶ کلنه نجلۍ د مرمیو له لګېدوله امله ټپیان شوي، خو د دوی روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.
د سانخوزه د پولیسو ویاند دا پېښه د دوو تنو ترمنځ «هدفمند تاوتریخوالی» بللی او زیاته کړې یې ده چې بریدکوونکي په مستقیم ډول عام پېرودنکي نه وو په نښه کړي.
د پولیسو په خبره، دواړه ښځینه ټپیانې د پېښې له اړونده کسانو نه وې، بلکې د لارې تېرېدونکې وې.
چارواکي وايي، بریدکوونکی د امنیتي ځواکونو له رسېدو وړاندې د پېښې له ځایه تښتېدلی او تر اوسه نه دی نیول شوی.
د پولیسو په وینا، په سیمه کې هېڅ ډول وسله هم نه ده موندل شوې.
عیني شاهدان وايي چې د ډزو پر مهال مشتریان په بیړه د پلورنځیو دننه پناه اخیسته او ګڼ شمېر کسان، په ځانګړي ډول ماشومان، د «بلومینګډېلز» د پلورنځي په زیرمتون او الماریو کې پټ شوي وو.
یو شاهد چې له خپلې کورنۍ سره په مرکز کې موجود و، وویل: «ویره څرګنده محسوسېده… دا ډېره سخته ده چې په یوه رخصتۍ ورځ داسې پېښه ووینې.»
