لویدیځه اسیا

ایران: تر هغو به خبرو ته بېرته ور ونه ګرځو، څو چې امریکا له خپلو «غیرمنطقي غوښتنو» لاس وانخلي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، تر هغه وخته به له امریکا سره خبرو ته بېرته ور ونه ګرځي، څو چې واشنګټن خپلې «غیرمنطقي غوښتنې» پای ته نه وي رسولې. دا څرګندونې نوموړي د چهارشنبې په ورځ د تسنیم نیمه‌رسمي خبري اژانس له لارې کړې دي.

تهران او واشنګټن تر دې مخکې د اټومي تړون په اړه پنځه پړاوه غیرمستقیمې خبرې کړې وې، خو دغه لړۍ د جون په میاشت کې له هغې وروسته ودرېده، چې د اسراییلو او امریکا ځواکونو د ایران پر اټومي تاسیساتو هوايي بریدونه وکړل.

عراقچي ویلي، «هغه خبرې چې له امریکا سره روانې وې، د واشنګټن د زیاتو او غیرمنطقي غوښتنو له امله ودرېدې».

د ایران یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې په تېرو اونیو کې د منځګړو له لارې څو پیغامونه واشنګټن ته لېږل شوي، خو امریکایانو ورته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني هم په همدې میاشت کې ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر مهال امریکا د ایران له لوري وړاندیز شوې ناسته کې ګډون ونه کړ.

عراقچي زیاته کړې، ایران د منځګړو له لارې د امریکا د منځني ختیځ له ځانګړي استازي سټیو وېټکوف سره تماسونه لرلي، خو ټینګار یې کړی چې تهران «تل د ډیپلوماسۍ او سوله‌ییزو حللارو ژمن پاتې شوی دی.»

امریکا، اروپایي متحدین یې او اسراییل پر ایران تور لګوي چې غواړي د اتومي وسلو جوړولو وړتیا ترلاسه کړې، خو تهران بیا وايي، د ایران اټومي پروګرام یوازې سوله‌ییز اهداف لري.