افغانستان

تېر یوه کال کې د طالبانو ادارې پر کم‌کارۍ د ملا برادر اعتراف

ملا عبدالغني برادر د کابل په بادام باغ کې جوړ شوي نندارتون کې په تېر یوه کال کې د طالبانو ادارې پر کړنلارې نیوکه کړې ده.

دغه لوړپوړي طالب چارواکي ویلي چې تېر یوه کال کې، کابل نه دی توانېدلی چې د خلکو قناعت ترلاسه کړي او په دې موده کې ټول کارونه «نمایشي» وو.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې اړه وویل: «موږ تېر یوه کال کې دغه ملت ته داسې کار نه دی کړی چې خلک پرې قانع شي. سر مو دې خلاص وي. موږ تر اوسه خدمت نه دی کړی نمایشي کار مو کړی، موږ باید کار وکړو چې بډایه شو او نړۍ ته لاس ونه نیسو.»

په همدې حال کې سیاسي کارپوهان د ملا عبدالغني برادر خبرې، د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو له امله بللي او وایي چې دغو اختلافونو د حکومتولۍ (د طالبانو ادارې) پر کړنلارې اغېزه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له لومړۍ ورځې چې طالبان په ارګ کې مېشت شول، د دې ډلې د لوړپوړو څېرو ترمنځ د اختلافونو په اړه خبرونه اورېدل کېدل.

اوس داسې حال چې د طالبانو له ادارې تر یو کال زیاته موده کېږي، د دې ډلې د سرپرستې ادارې د کړنو په تړاو د طالبانو د لوړپوړو چارواکو له خوا نیوکې شوې دي.

سیاسي کارپوهان د ملا عبدالغني برادر د دغو خبرو په تړاو وایي، چې د طالبانو ترمنځ اختلافونه زیات شوي دي او دغه اختلافونه به د طالبانو ادارې پر ټولو کړنلارو منفي اغېز ولري.

د سیاسي مسایلو کارپوه سید نورالله راغي په دې باور دی چې: «د ملا عبدالغني برادر وروستۍ څرګندونې د طالبانو د خپلمنځي اختلافونو له امله دي. یو شمېر طالبان باوري دي چې لږ تر لږه د حکومتولۍ معیارونه رعایت کړي ترڅو نړۍ باور پرې وکړي او له هغوی سره اړیکه ټینګه کړي؛ خو پروړاندې یې د دې ډلې نور کسان بل ډول فکر کوي او دغې موضوع د طالبانو د حکومتولۍ پر کړنلارو او ټولو کورنیو اړیکو اغېزه کړې ده.»

د رسنیو محدودول، له بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو له حقونو سرغړونه، خپلسرې نیونې او شکنجې له ترټولو مهمو موضوعګانو څخه دي چې تېر یوه کال کې طالبانو پر افغانانو تپلي دي.

یوه مدني فعاله سونیا نایل هم وایي: «پر ښځو بندیز لګول، اقتصادي ستونزې او د بشري حقونو د فعالیتونو درول هغه عوامل دي چې د ولس او اسلامي امارت (د طالبانو ادارې) ترمنځ د واټن لامل شوي دي.»

له شپږم ټولګي د پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدو موضوع د طالبانو د لوړپوړو څېرو ترمنځ د اختلافونو په اړه له ترټولو مهمو مواردو څخه دي او هغوی یې پر دوو ډلو وېشلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ښوونځیو له پرانیستلو سره موافقو کسانو لکه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي تل په خبري ناستو کې د نجونو ښوونځیو پر تړلو نیوکه کړې ده.

خو د هغه پروړاندې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ته نږدې څېرو دینوي علم مباح او د خپل مشر فرمان یې واجب بللی دی چې له امله یې زرګونه نجونې زده‌کوونکې ښوونځي ته له تګ څخه منع شوې دي او خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي.