افغانستان

په تېر یوه کال کې ښځې او نجونې له ۸۸۴ درسي ساعتونو بې‌برخې شوې دي

په همدې حال کې د آمو موندنې ښیي چې نجونې او ښځینه محصلینې په تېر یوه کال کې له ۲۲۱ درسي ورځو څخه چې ۸۸۴ درسې ساعتونه کیږي، بې برخې شوي دي، یو شمیر محصلینې جدي اندېښنه لري چې دا ضایع شوي درسي ساعتونه نه جبرانېدونکي دي. او پایلې به یې د نجونو او ښځو د راتلونکي او په لویه کچه د افغانستان د راتلونکي لپاره زیانمنې وي.

د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ ۲۹مه وه؛ چې د طالبانو په امر د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې وې. په ټوله کې د محرومیت پوره یو کال.

د پلازمېنې په ګډون د هېواد په ځینو برخو کې چې سړه هوا لري، سږ کال د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت د مهالوېش پر بنسټ چې یوه کاپي یې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوې، په کې ویل شوي چې له «سیاسي بدلونونو او د کورنا ناروغۍ» وروسته د درسونو د ځنډېدو له امله په تېر یوه کال کې د محصلینو لپاره د تېرو درې کلونو برعکس درې سمسترونه وړاندیز شوي وو.

د دې خپاره شوي مکتوب پر بنسټ؛ د تېر کال په لومړیو ۱۳ اونیو او دوو میاشتو کې دوه سمسترونه له وروستیو ازموینو سره او د روان کال په دویمو ۸ اونیو کې د ۱۴۰۳ کال د یوې میاشتې په ګډون یو سمستر له وروستۍ ازموینې سره.

هغه درسي ورځې چې د نجونو او ښځینه محصلینو په نشتوالي کې ترسره شوې او څرګنده نه ده چې ایا طالبان به د سږ کال په پاتې ورځو کې ښځو او نجونو ته د زده کړو د بیا پیل اجازه ورکړي، یا نه.

له زده کړو یوه بې برخې شوې محصله وايي: «اوس موږ له دې ستونزو سره سره مو غواړو چې د بهرنیو هیوادونو لپاره نوم لیکنه وکړو، یعنې ما د څو بورسونو لپاره نوم لیکنه کړې او بریالۍ شوې یم. لومړی دا چې پاسپورټ نه لرم او د پاسپورټ ترلاسه کول ډېر سخت دي، له ټولو رشوتونو سره سره یا ټولو ننګونو سره سمه ده چې زه به پاسپورټ واخلم او بهر به لاړه شم، خو زما په څېر ډېرې نورې محصلینې په کور ناستې دي او د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې یې پر مخ تړلې دي، ایا دا زموږ حق دی؟»

له دې ټولو سره سره په دې راپور کې د ځینو محصلینو له خوا آمو ته د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ او همدارنګه د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت د یوه بل مکتوب کاپي چې په کې د رخصتیو او درسي مهال ویش په اړه ویل شوي، په دې راپور کې مو پوښښ کړي. چې نجونې او ښځینه محصلینې له ۲۲۱ درسي ورځو چې ۸۸۴ درسي ساعتونه کیږي، بې برخې شوي دي.

په ۱۴۰۱ کال کې د لیندۍ په ۲۹مه د طالبانو له پرېکړې راهیسې تر نن ورځې د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ ۲۹مې نیټې پورې درې سوه ۶۲ ورځې تېریږې، چې په دې کې ۶۱ ورځې عمومي رخصتي وه او ۸۰ ورځې په پوهنتونونو کې د اوړي او ژمي رخصتۍ وې او د پاتې ورځو شمیر ۲۲۱ ورځې دی. د یو شمېر محصلینو له خوا آمو ته د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، په دې یوه تعلیمي کال کې محصلینو د پنجشنبې په ګډون هره ورځ ۴ درسي ساعتونه درلودل.

د ستاره موسوي په نوم بله زده‌کړیاله بیا وايي: «ولې موږ نه شو کولی زده کړې وکړو؟ څه کمی لرو؟ په داسې حال کې چې د اسلام ستر پیغمبر (ص) ویلي دي چې علم او ​​پوهه په نارینه او ښځینه دواړو فرض ده، موږ هم کولی شو زده کړې وکړو، علم ترلاسه کړو، غواړو هیواد مو پرمختګ وکړي، او د زده کړو د محدودیتونو منفي اغیزې نجونې مایوسه کوي، نه شي کولی نورې زده کړې وکړي او ټولنه شاته ځي.»

محصله شبنم احمدي څرګندوي: «د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز دوام د زرګونو نجونو محصلینو د بې برخلیکۍ او د تعلیم او پرمختګ له ډګره د هغوی د ګوښه کېدو لامل شوی دی، معلومه نه ده چې دا خنډ به کله د ښځو او نجونو د پرمختګ له لارې لېرې شي؟ دغه نامعلوم راتلونکي موږ ټول په یوه سرګردانۍ کې اچولي یوو او څوک زموږ دا دوه کاله جبرانولی شي، ښکاره ده چې اصلي قربانیانې یې د هېواد ښځې او نجونې دي.»

طالبانو تل دې اندېښنو ته په ځواب کې ویلي چې د نجونو د زده کړو پر حق بندیز لنډمهاله دی، خو یو شمېر محصلینې او د بشري حقونو فعالانې وايي، د نجونو او ښځو پر زده کړو یو کلن بندیز ته په کتو ورته دا خبرې نورې د منلو وړ نه دي.