افغانستان

اروپا او امریکا له دوو کلونو وروسته د افغانستان پر فضا خپلې تجارتي الوتنې پيلوي

اکانومیک ټایمز راپور ورکړی چې راتلونکې اونۍ به امریکايي او اروپايي هوايي شرکتونه له شاوخوا دوه کلونو وروسته د افغانستان له فضا سوداګریزې الوتنې بیا پیل کړي.

د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې (FAA) او د اروپا د هوايي چلند د خوندیتوب ادارې امریکايي الوتکو ته د افغانستان له فضا له ۳ زره ۲۰۰ فوټه لوړې ارتفاع کې د الوتنو اجازه ورکړې.

اقتصادي کارپوهان وايي، چې د دغو الوتنو بیا پیلېدل به افغانستان له اروپايي او سیمه ییزو هېوادونو سره ونښلوي او هوايي اړيکي به ورسره زیاتې شي.

د افغانستان له فضا نړیوالې الوتنې، چې په ۲۰۲۱ کال اګست کې د جمهوري ریاست له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له راتګ وروسته ځنډول شوې وې، ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې بیا پیل شي.

د اکانومیک ټایمز د راپور له مخې، د امريکا د هوايي چلند فدرالي ادارې (FAA) اعلان کړی چې امریکايي الوتکو ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان په فضا کې له ۳ زره ۲۰۰ فوټه په لوړوالي الوتنه وکړي.

د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي: «چیرته چې افراطي غیر دولتي لوبغاړي لاهم فعال دي او کولی شي د مستقیم بریدونو په ګډون د مختلف میتودونو له لارې د هوایی چلند تاسیسات په نښه کړي، د ۳۲ زره ۲۰۰ فوټو په دې لوړوالي کې، د متحده ایالاتو ملکي هوایي عملیاتو لپاره خطرونه کم شوي.»

د اروپايي اتحادیې د هوايي چلند ادارې هم د دغې اتحادیې د غړو هېوادونو هوايي شرکتونو ته د افغانستان په فضا کې د الوتنې اجازه ورکړې او سپارښتنه يې کړې چې د خوندیتوب له کبله دې په ۳۲ زره فوټه کم لوړوالي کې الوتنه نه کوي.

د دغه راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې له افغانستانه پر الوتنو بندیز، د شمالي هند په ګډون د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ ټولې الوتنې تر نیم ساعت زیاتې کړې او پر اوکراین د روسیې له برید وروسته دغه بندیزونه زیات شول؛ ځکه د لوېدیځو هېوادونو الوتکې نه شي کولی د روسیې له فضا الوتنه وکړي.

دغې رسنۍ زیاته کړې، چې د افغانستان د هوايي حریم په پرانیستلو سره به لږ تر لږه یوه تړل شوې هوايي لار بېرته پرانستل شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګڼو نړیوالو هوايي شرکتونو کابل ته خپلې الوتنې لغوه کړې. خو د طالبانو د ملکي هوايي چلند ادارې په روان پسرلي کې خبر ورکړ چې هره ورځ سل الوتکې د افغانستان له فضا تیریږي چې له هرې یوې یې ۷۰۰ ډالر اخيستل کيږي.