افغانستان

په افغانستان کې د سویډن کمیټې د ځینو پروګرامونو د ځنډولو په وړاندې د خلکو غبرګون

دغه مرستندویه بنسټ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا پریکړه يې وروسته له هغې وکړه چې طالبانو په افغانستان کې د سویډني بنسټونو د کار بندولو امر وکړ. سویډن کمیټې له خپلو کارکوونکو غوښتي چې له کوره کار وکړي.

دا کمېټه د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې شاوخوا اته زره کارکوونکي لري او له ۳۵ کلونو راهیسې يې د پوهنې او روغتیا په برخو کې او معلولو کسانو سره مرستې کړي.

له ۳۵ کلونو وروسته د سویډن کمیټې چې په افغانستان کې یو له مهمو مرستندویه بنسټونو څخه بلل کېده، په افغانستان کې د سویډني بنسټونو د فعالیتونو د درولو په اړه د طالبانو له حکم وروسته خپل ځینې پروګرامونه په موقتي توګه ودرول.

دغې کمیټې له خپلو کارکوونکو غوښتي چې له کوره کار وکړي.

د سویډن کمیټې د پوهنې، روغتیا په برخو او معلولو کسانو سره د مرستو ترڅنګ له نورو اړمنو کسانو سره هم مرستې وکړې.

۲۸ کلن نصیر احمد یو له هغو کسانو و، هغه چې په هرات کې سلماني لري، وايي چې د کار د نشتوالي او د مرستندويه موسسو د مرستو د بندېدو له امله به له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د هرات ولایت یو بل اوسېدونکی ګلبدین وايي: «د کاروبار وضعیت صفر دی، هېڅ کار نشته، مرستندویه بنسټونو مخکې مرستې کولې، اوس نشته کارتونه به یې ورکول هغه ټول شول ویل یې بیا سروې کېږي خو دا کار ونه شو.»

د مرستندویه موسسو لکه د سویډن کمیټې د فعالیتونو کموالی نه یوازې د نصیر احمد لپاره اندیښنه ده، بلکې دا اندیښنه په ټول افغانستان کې ده.

د مرستندویه موسسو د فعالیتونو د کموالي په اړه اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ويلي، چې سږ کال ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

سیاسي فعال نورالله نورالله راغي وايي: «له بده مرغه طالبان د افغانستان د خلکو په وړاندې هېڅ د مسوولیت احساس نه لري، بلکې د خلکو او نړیوالې ټولنې په وړاندې له عقدې کار اخلي.»

سياسي فعال عزیزالدین معراج وايي: «طالبانو د سویډن کمیټې فعالیت چې له خلکو سره یې مرسته کوله په سویډن کې د قران کریم د سوځولو له امله محدود کړ. دوی باید نورې لارې تعقیب کړې وای، د نورو اسلامي هېوادونو په شان چې په خبرداریو او نورو تصمیمونو یې دا عمل وغانده.»

طالبانو تېره اوونۍ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به تر هغې په افغانستان کې د سویډن د بنسټونو ټول فعالیتونه ودروي چې سویډن له مسلمانانو د قرآن کریم د سوځولو له امله بښنه ونه غواړي.

د سویډن کمیټې ویلي چې په ۱۸ ولایتونو کې ۱۳۳ زره ماشومان او اته زره د پوهنې کارکوونکي د دغې کمیټې له خدمتونو برخمن شوي او له شل زره معلولینو سره يې مرسته کړې ده.