د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د لوړو زده کړو د مرکزونو له تړلو کابو دوې میاشتې تېرېږي، د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل پوهنتون کې د وینا پرمهال وویل، که طالبان دعوا لري چې خپل هېواد آباوي، لومړی باید خپل تحصیلي بنسټونه پياوړي کړي.
ښاغلي حنفي وویل: «که وایو چې دا کوو او هغه کوو، لومړی که تحصیلي دستګاه له کمیت او کیفیت پلوه پياوړې او اپډېټ نه کړو، په هغه صورت کې هېڅکله نه شو کولای لکه څنګه چې د هېواد د خپلواکۍ اړتیا ده، خپل وطن خپلواک کړو.»
د ښاغلي حنفي په وینا، د یوه دیني عالم دنده دا نه ده چې ووایي «دا منع» دي.
هغه زیاته کړه: «د دیني عالم دنده دا ده، ټولنه د علومو د ارزښت په اړه چې نن خپله ټولنې ته وده پرې ورکولای شو او ځانونه له روان حالته غوره او ښه حالت ته ورسوو، تنویر کړي.»
ښاغلي حنفي د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: «بیده کله بل بیده کس راویښولای شي.»
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال، په داسې حال کې په زده کړو کې د پرمختګ خبره کوي چې طالبانو د روان کال د لیندۍ په دېرشمه د نجونو پرمخ د تحصیلي بنسټونو دروازې وتړلې.
که څه هم د طالبانو دا پرېکړه له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوه، خو له هغې څلور ورځې وروسته، دې ډلې د روان کال د مرغومي په څلورمه په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کال بندیز ولګاوه.
څلور سرچینې چې ټول د طالبانو لوړپوړي چارواکي دي، آمو ته یې ویلي و چې د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب، د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي، قاضي القضات شیخ عبدالحکیم، د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي او د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو پر تړلو ټینګار وکړ.
ددغو سرچینو په وینا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د دې ډلې د دفاع وزارت سرپرست ملایعقوب مجاهد د نجونو پرمخ د پوهنتونونو له تړلو سره مخالف دي.
ښاغلي حقاني شنبې د سلواغې په ۲۲مه په خوست ولایت کې د یوې دیني مدرسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې په خپله وینا کې د طالبانو مشرتابه «د واک په انحصار» تورن کړ.
سراج الدین حقاني پرته له دې چې د چا نوم واخلي، د طالبانو پر ادارې په نیوکې سره وویل «د واک انحصار» او پر نورو د «لیدلوري» تپل د دې ډلې د نظام په ګټه نه دي.
کارپوهان د ښاغلي حقاني دا څرګندونې د دې ډلې د مشر له وروستیو پرېکړو او پر ښځو د محدودیتونو په وړاندې د مخالفت په مانا ګڼي.
د حقاني له دې وینا یوه ورځ وروسته، د طالبانو د عدلیې وزارت مرستیال عبدالغني فایق هم پرته له دې چې د چا نوم واخلي، خبرداری ورکړ که څوک «امیر وي یا مامور یا ددې وزارت په چوکاټ کې» د نظام په وړاندې حرکت وکړي، د بښلو وړ نه دی.
په کندهار کې د طالبانو والي یوسف وفا په یوه تصویري پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، وایي: «شل کاله مو د (طالبانو) د اسلامي نظام لپاره قرباني ورکړه او وجنګېدو، اوس هم باید قرباني ورکړو او شرایطو تطبیق کړو.»
په ولسي جرګه کې د بغلان پخوانی استازی نسیم مدبر وايي چې د څلورو طالب چارواکو وروستۍ څرګندونې په دې ډله کې د سختو اختلافاتو ښودنه کوي.
هغه زیاته کړه: «د طالبانو ترمنځ اختلافات تاریخي ريښه لري، دا ډله د قدرت او شتمنیو پر سر هم اختلاف لري، حقاني غواړي د ښځو او نجونو له موضوع په استفادې سره ځان ښه وښيي او د ښځو له مسلې سیاسي ګټه پورته کوي. باید هېر نه کړو چې د نوموړي شبکې تر ټولو زیات او لوی بریدونه ترسره کړي دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو اتلس میاشتې تېرېږي، دغې ډلې پر افغانستان له واکمنۍ وورسته، لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي وتړل، وروسته یې تحصیلي بنسټونه بند کړل او په وروستیو کې یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کال بندیز ولګاوه.
په طالبانو کې د ځینو سرچینو په وینا د طالبانو یو شمېر غړي له دغو پرېکړو سره مخالف او ځینې نور موافق دي.