افغانستان

د پلخمري د ګذر وکیلان: طالبانو ویلي د هرې ښځې په اړه چې له کوره وځي موږ ته مالومات راکړئ

طالبانو په پلخمري ښار کې د ګذر له وکیلانو غوښتي، کله چې ښځې او نجونې له محرم پرته له خپلو کورونو وځي، دوی ته مالومات ورکړي.

په پلخمري ښار کې یو د ګذر وکیل چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې وویل چې طالبانو ورته حکم کړی د هرې هغې ښځې په اړه چې له کوره وځي دوی ته مالومات ورکړي.

هغه وویل: «دا یوه له شرمه ډکه او ستونزمنه دنده ده چې راته سپارل شوې. څرنګه زه د نورو لور او ناموس تعقیب کړم چې څه کوي او چېرته ځي؟»

دغه د ګذر وکیل زیاتوي چې دا کار نه یوازې ګاونډیو او د سیمې خلکو ته سپکاوی دی؛ بلکې هېوادوالو ته خیانت هم دی.

د طالبانو دا فرمان، ډېری د ګذر وکیلان اندېښمن کړي دي.

د پلخمري ښار د سیند د کیڼ لور سیمې د ګذر یو وکیل احمد شاه وايي: «هره شپه د طالبانو له حوزې زنګ راته وهي چې د سیمې ښځې مو له محرم پرته له کوره د وتلو اجازه نه لري او که له کوره وځي او تاسو خبر را نه کړئ، مسوولیت به یې ستاسو پرغاړه وي.»

هغه ددې په بیانولو سره چې ددې کار ترسره کول د سیمې له وکیلانو سره د خلکو د دښمنۍ لامل کېږي، وايي چې دا کار د هغو کسانو لپاره چې محرم نه لري یا یې د کورنۍ نارینه د کار لپاره نورو ولایتونو او یا له هېواده بهر ته تللي، سپکاوی دی.

له بلې خوا، د طالبانو دې پرېکړې هغه مېرمنې چې د کورنیو د اړتیاوو برابرونکې دي او هره ورځ له کوره د کار لپاره وځي، تر ډېره اندېښمنې کړې دي.

یاسمین اته بچیان لري او درې کاله مخکې یې خاوند له لاسه ورکړی دی. هغه د ژوندانه د لګښتونو د برابرولو لپاره د پلخمري کار د خیاطۍ په یوه کارخونه کې کار کوي.

یاسمین وایي: «که دا وضعیت دوام وکړي، له لوږې به ومرو. کله چې له کوره هم ونشو وتلای، څوک به مو لګښت راوړي؟»

د یاسمین په شان لسګونه نورې مېرمنې هم دي چې د طالبانو نوي حکم دوي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

له شلو کلونو وروسته، په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو ډلې په چلند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او طالبانو د هغوی په وړاندې خپل توند دریځونه نه دي بدل کړي.

طالبانو د دوی د واکمنۍ له لومړیو ورځو پر ښځو او نجونو پرلپسې محدودیتونه لګولي دي. دغې ډلې په کابو دوه کلنه واکمنۍ کې د ښځو چارو وزارت لغوه او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت جوړ کړ. د نجونو پر مخ یې ښوونځي وتړل او معترضې مېرمنې یې وځپلې. په ټولو رسمي بنسټونو کې د ښځو او نجونو فعالیت منع او د ورزش، کار او سفر په شان زیات محدودیتونه او جبري حجاب پرې تپل شوی دی. په وروستیو ورځو کې پوهنتونونو ته د نجونو د تلو په مخنیوي، په نادولتي موسسو کې د کار په نه کولو او ښار او له کوره بهر ته له محرم پرته د وتلو پر مخنیوي سره دا محدودیتتونه نور هم زیات شوي دي.