د افغانستان د وضعیت په اړه د مشورې لپاره د سیمې هېوادونو د استازو په ګډون د مسکو ناسته نن چهارشنبې د روسیې په پلازمینه کې پیل شوه.
د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو په دغه ناسته کې ګډون کړی دی.
تمه کېږي چې په دغه مشورتي ناسته کې به په افغانستان کې د ملي پخلاینې، ټولګډونه حکومت، سولې او ثبات په شان مسایلو په اړه بحث او خبرې وشي.
مسکو په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه لري
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي په دې ناسته کې ویلي چې د افغانستان په شمال کې د داعش د فعالیتونو په اړه له اندېښنو سره سره به روسیه له طالبانو سره همکاري وکړي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف په دې ناسته کې ویلي چې روسیه په افغانستان کې د بد وضعیت په اړه اندېښنه لري.
نوموړي زیاته کړه: «که څه هم روسیه د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د حضور په اړه اندېښنه لري، خو د افغانستان له اوسني مشرتابه سره اقتصادي او ديپلوماتیکه رابطه د خلکو په ګډون سره خوندي کوو.»
د افغانستان پرمختګ به د سیمې امنیت له ځان سره ولري
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي نن چهارشنبې د دې ناستې په څنډه کې رسنیو ته وویل چې په سیمه کې امنیت په افغانستان کې په ثبات او امنیت پورې اړه لري.
هغه زیاته کړه چې د سیمې هېوادونه له باثباته او امن افغانستانه د ملاتړ لپاره هڅه کوي.
قُمي ددې په بیانولو سره په هره کچه چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه پرمختګ وکړي، ښکاره ده چې په سیمه کې به امنیت راشي، وویل: «د ترهګرو د حضور د کمښت موضوع هم د سیمه ییزې همکارۍ نورې پایلې وي.»
د هغه په وینا، په افغانستان کې اوسني بدلونونه ددغه هېواد د خلکو، سیمې د هېوادونو او نړیوال امنیت لپاره پېچلي شرایط رامنځته کړي دي.
په افغانستان کې سیاسي مخالفین باید سره پخلا شي
د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران څانګې مدیر سینګ جیتندر پال د افغانستان په اړه د مسکو ناستې د څلورمې ناستې په څنډه کې وویل چې په افغانستان کې د سیاسي مخالفینو له پخلاینې او جوړجاړي ملاتړ وشي.
نوموړي زیاته کړه چې زموږ د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې مسکو ته سفر وکړ او په ښکاره یې اعلان وکړ چې باید افغانستان هېر نه کړو.
هغه وویل چې زموږ لومړیتوب د بشردوستانه مرستو وړاندې کول، په افغانستان کې د ټولګډونه دولت د جوړولو تضمین، له ترهګرۍ سره مبارزه او د نشه يي توکو قاچاق، د لږکیو، ښځو او ماشومانو د حقونو خوندیتوب دی.
سینګ د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه وویل: «په تېرو کلونو کې، موږ په سیمه کې د افراط پالنې د زیاتوالي په اړه شواهد وړاندې کولای شو. دا مالومات خواشینونکي دي. باید د ترهګرو ډلو لپاره د امن پټنځای او ترهګرو بریدونو د پلانولو په موخه د افغانستان د بدلېدو مخنیوی وشي. دا زموږ د ټولنې ګډه موخه ده.»
نوموړي همداراز د افغانستان د سولې بهیر د دوام په موخه د افغانستان له ټولو برخو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل: «اړینه ده چې د سولې بهیر عملي وګڼو او د سیاسي مخالفینو له پخلاینې ملاتړ وشي. د سیمې هېوادونه باید په دې برخه کې ټاکونکی رول ولوبوي. د افغاني ټولنې ټولې پرګنې باید د سولې په دغو خبرو کې ونډه ولري.»
امریکا د افغانستان د اوسنیو ستونزو سرچینه ده
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یوه شیائوونګ هم د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په څلورمه ناسته کې وویل: «امریکا د هغو ستونزو سرچینه ده چې نن افغانستان ورسره مخ دی. اړینه ده چې د افغانستان د بیارغونې اصلي مسوولیت پرغاړه واخلي.»
د چین استازي ټینګار وکړ چې په ۲۰۲۱ کال کې له کابله د امریکا وتل د امریکا د ستراتیژۍ د بشپړې ماتې ښودنه کوي او «په دې هېواد کې لوېديځې ډیموکراسۍ رېښې ځغلولې دي.»
روسي چارواکو تایید کړې چې طالبان به د مسکو په مشورتي ناسته کې ګډون ونه لري. دا په داسې حال کې دي چې د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د مسکو په وروستۍ ناسته کې د طالبانو استازو ګډون کړی و.
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د ۲۰۱۷ کال په اپریل کې د افغانستان د مسلې په اواري کې لیواله یوولسو هېوادونو خپل کار پیل کړ.
روسیه، افغانستان، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان د دغه فارمټ غړي هېوادونه دي.