افغانستان

د اوبو پېرل، په نیمروز کې د څښاک اوبو د برابرولو یوازینۍ لار

د څښاک اوبو کمښت هغه ستونزه ده چې په دې وروستیو کې د نیمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي وسره مخ دي.

د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي د پاکو اوبو د نشتوالي له امله، دوي اړ دي چې لس لیتره تصفیه شوې اوبه په کابو ۵۰ افغانۍ وپېري.

د زرنج ښار یوه اوسېدونکې په دې اړه وايي: «موږ پاکې او د استفادې وړ اوبه نه لرو، د نیمروز ولایت د ویالو اوبه د څښلو نه دي او ډېر ککړې دي. موږ په اوسني وخت کي له تصفیه شویو اوبو کار اخلو چې بیه یې ډېره لوړه ده. هر لس لیتره اوبه تر شلو افغانیو پېرو چې اوس یې د پېرلو وس نه لرو.»

ویل کېږي چې اوسمهال د زرنج ښار ډېری کورنۍ چې د څښاک د پاکو اوبو د پېرلو وس نه لري، له غیرصحي او تروو اوبو کار اخلي.

د نیمروز ولایت د مدني ټولنې یوه فعاله آمنه د دې ولایت د اوسېدونکو د خبرو په تایید سره وویل: «د پاکو اوبو نشتوالی یوه جدي ستونزه ده چې له کلونو راهیسې ددې ولایت اوسېدونکي ورسره مخ دي.»

هغې ټینګار وکړ چې مسوولین باید د نیمروز د اوسېدونکو دغې ستونزې ته جدي پام وکړي.

له بلې خوا، د زرنج ښار د اوبو رسولو مسوول احسان الله احسان د پاکو اوبو په برخه کې د خلکو د ستونزو په منلو سره وایي چې په روان کال کې یې ددې ستونزې د اواري لپاره زیات شمېر سولري څاه ګان کیندلي دي.

احسان الله زیاتوي په راتلونکي کې به هم د نیمروز خلکو لپاره د څښاک اوبو د برابرولو لپاره د اوبو د تصفیې او لازیاتو څاه ګانو د کیندلو په موخه یو لوړ پروګرامونه عملي کړي.

په نیمروز ولایت کې د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي په اړه د دې ولایت د اوسېدونکو له شکایت سره په یو وخت، د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۱ میلیونه افغانۍ په لګښت د اوبو رسولو د درېيو شبکو د جوړولو کار پیل کړی دی.

په نیمروز ولایت کې د کوار موسسې مسوول همایون سعادت خېل په دې اړه وايي: «ددغو پروژو په ګټې اخیستو سره به ۵۴۰ کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شي.»

هغه زیاته کړه: «له دې پروژې څخه به د اوو کلیو اوسېدونکي برخمن شي.»

ددغو کلیو اوسېدونکي ددې پروژې له پلي کېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وایي چې ددې پروژې په عملي کېدو سره به د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې د دوی ستونزې حل شي.

د چخانسور ولسوالۍ اوسېدونکی دین محمد چې له کلونو راهیسې په خپله سیمه کې د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ دی په دې اړه وايي: «موږ هره ورځ د څښاک اوبه له یوه څاه څخه چې څلور کیلومتره موږ له کلي لیرې دی، برابروو.»

د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالستار ددغې پروژې له عملي کېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې هره ورځ درې څلور کیلومتره واټن مزل کوي ترڅو پاکو اوبو ته ورسېږي.

په چخانسور ولسوالۍ کې په داسې حال کې د اوبو رسولو شبکې جوړېږي چې اوسمهال د دې ولایت د مرکز په ګډون د ډېری سیمو اوسېدونکي د څښاک اوبه پېري.

پاکو اوبو ته د خلکو نه لاسرسی یوازې د نیمروز ولایت د اوسېدونکو ستونزه نه ده؛ بلکې د کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې خلک له دې ډول ستونزو سره مخ دي. دوی اړ دي له ناروغیو د مخنیوي په موخه په داسې حال کې چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، پاکې اوبه پېري.