افغانستان

سرچينه: د دوحې په درېيمه غونډه کې د طالبانو د ګډون احتمال ډېر دی

یولویذیځوال ډیپلوماټ چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي آمو ته وویل چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د پلاوي د ګډون احتمال ډېر دی او په دې غونډه کې د مدني ټولنې د استازو بلنه لا نهايي شوې نه ده.

د دغه ډيپلوماټ په وينا، د دوحې په درېيمه ناسته کې به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه بحث ونه شي او يا ښايي دا خبرې وځنډول شي.

د دغې سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د بحث اصلي تمرکز پر نشه يي توکو، د موسمي بدلون او د دغې ناستې د دوحې په بهیر د بدلون څرنګوالی وي او د بشري حقونو او د ښځو د ازادیو مسایل تر اوسه د دې غونډې په اجنډا کې شامل نه دي.

هغه وايي چې د دوحې په درېيمه غونډه کې د ګډون لپاره د ٢٥ هېوادونو استازي بلل شوي او د بشري حقونو، د بيان ازادۍ او د افغانانو د اساسي حقونو په اړه نور مسايل تر اوسه په اجنډا کې نه دي شامل.

په يوه پروسه د دوحې د ناستې بدلون د دوحې د درېیمې ناستې د اجنډا تر ټولو مهمه برخه بلل کېږي.

د افغانانو هیله دا ده چې د دوحې غونډه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي لپاره لاره هواره کړي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان له طالبانو سره د نړۍ پر اړیکو نیوکه کوي او ټینګار کوي چې نړۍ باید له طالبانو سره د تعامل لپاره د افغانانو هیلې قرباني نه کړي.

د ښځو د حقونو فعاله شهناز جسور وايي: «نړۍ باید د افغان ښځو غږ له پامه ونه غورځوي او د دوی مشروع غوښتنې له طالبانو سره د اړیکو قرباني نه کړي.له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو له ارزښتونو څخه د سرغړونې په معنا دی.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې قطري پلاوي کابل ته د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو سره خبرې کړې دي.

طالبان وايي، د قطر د بهرنیو چارو وزير  له عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د دوحې ناسته به د طالب پلاوي له شتون پرته بې پايلي نه وي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو په یوه خبرپاڼه کې یې زیاته کړې، چې قطري پلاوي له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو «ساتنه» وکړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پلاوي په دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته بلنه ورکړې وه چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي. هغه بلنه چې عملا د طالبانو له خوا وړاندې شوي شرطونو سره مخ شوه.

تر دې وړاندې طالبان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو مخالف وو او ټینګار یې کاوه چې دې غونډې ته دې له افغانستان څخه یوازې همدوى ور وبلل شي.