افغانستان

طالبانو په بدخشان کې د ۵۶۱ جریبه کوکنارو د اړولو ادعا وکړه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې په بدخشان کې یې ۵۶۱ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د کوکنارو دغه کروندې د بدخشان د مرکز په ارګو، درایم، جرم، بهارک، کشم او فیض اباد ولسوالیو کې اړول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ  په بدخشان کې د “طالبانو” پر ضد لاريونونو کې د طالبانو له خوا پر ځايي خلکو د ډزو له امله درې کسان مړه او څه باندې شل نور ټپيان شوي وو.