افغانستان

ټایمز اوراسیا: دا مهال په افغانستان کې ۲۳ لویې «ترهګرې» ډلې فعالیت لري

ټایمز اوراسیا راپور ورکړی چې دا مهال د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې ۲۳ لویې«ترهګرې»ډلې فعالیت کوي.

په دغه راپور کې د پاکستان تحریک طالبان، داعش خراسان، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامی غورځنګ، د ازبکستان اسلامی غورځنګ، تاجکستان تحریک طالبان او بلوچ راجی اجوی سنګر ډلې او دې ته ورته نورې ډلې یاد شوی دی؛ چې د راپور پربنسټ، هره یوه يې د خپل چتر لاندې څو څانګې لري.

طالبانو تر دې مخکې ددوى تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.

خو په دغه راپور کې راغلي، چې دغه ډلې په افغانستان کې فعالې دي او د نورو هېوادونو د ګټو پر ضد فعالیتونه کوي.

په راپور کې راغلي:«د القاعدې اصلي رهبري په افغانستان کې ده او د خپل عملیاتي وړتیا په بياتنظيم کار کوي.»

له بلې خوا، ملګرو ملتونو له دې وړاندې راپور ورکړی و، چې القاعده د افغانستان په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې ۸ نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې القاعده په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ټولې فعالې ترهګرې ډلې روزي او د ګمارنې لپاره له دغو ډلو ملاتړ او ایډیالوژیکي مرسته يې کوي.

د دغه راپور له مخې، القاعده شبکه اوس مهال د حکیم المصري په مشرۍ په کونړ ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان احتمالي ځانمرګو بریدګرو ته روزنه ورکوي.

ټایمزاوراسیا دا هم ویلي چې دا مهال داعش خراسان ډله یوازې په کابل، نورستان، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې له يوزرو۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې ځواکونه لري.

په راپور کې راغلي: «القاعده او افغان طالبان هغه لارې کنټرولوي چې له دې لارې نشه يي توکي قاچاق کېږي او له دې ادرسه په میلیاردونو ډالر ترلاسه کوي.»

ټایمزاوراسیا همداراز لیکلي:«د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د افغانستان له خاورې د چین پر ضد د بریدونو لپاره کار اخلي او افغان طالبان هم په یو ډول د ایغور بېلتون غوښتونکې ډلې ملاتړ کوي.»

په دې راپور کې راغلي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په دې وروستیو کې له بدخشان څخه بغلان ولایت ته خپلې پوستې لېږدولي او د عملیاتو ساحه یې پراخه کړې ده.

دې ورځپاڼې د تحريك طالبان تاجکستان د راڅرګندېدو او فعالیتونو په اړه هم لیکلي، چې دغه ډله له القاعده سره تړلې او افغان طالبانو ته ژمنه ده.

د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې دغه ډله په پام کې لري چې د تاجکستان سیکولر حکومت نسکور کړي او په دغه هېواد کې شریعت نافذ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ډله ييزو امنيتي تړون سازمان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان څخه د ترهګريزو ګواښونو د مخنيوي په موخه د خپلو پولو د پياوړتيا لپاره د تاجکستان تصويب شوي پلان وړانديز ومانه.

په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان ولسمشرانو هم اسلام اباد ته د ابراهیم رئیسي له سفر وروسته په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي و، چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون  د افغانستان،سيمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی.