افغانستان

مک‌کال: له افغانستانه د امریکا د وتلو پایلې د وړاندوینې وړ وې

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کال وايي، له افغانستانه د امریکا د وتلو پایلې د وړاندوینې وړ وې او طالبانو د افغانستان او سیمې خلکو ته د درد او وحشت رسولو ترڅنګ امریکایي کورنیو ته هم سخت درد او وحشت رسولی دی.

نوموړی د طالبانو په زندان کې د رایان کوربټ بند ته په اشارې سره وايي، په داسې حال کې چې امریکايي وګړي د طالبانو په زندانونو کې دي، د بایډن حکومت د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته یو میلیارد ډالر ورکړي دي.

تر دې مخکې طالبانو منلې وه چې دوه امریکايي وګړي د دوی په زندان کې دي.

د طالبانو په زندانونو کې د امریکايي وګړو د بند پر دوام د امریکايي چارواکو نیوکې.

د رایان کوربټ کورنۍ ویلي چې نوموړی له ۶۰۰ ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

تازه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د دې جرګې په یوه غونډه کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او د رایان کوربټ د بند دوام ته یې په اشارې سره وویل، چې طالبانو د افغانستان د خلکو ترڅنګ امریکایي کورنیو ته هم «درد او وحشت» رسولی دی.

اته ورځې وړاندې طالبانو د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې دوه امریکايي وګړي له قانونه د سرغړونې په تور د دوی په زندانونو کې بندیان دي.

کارپوهان په دې باور دي چې طالبانو دغه دوه امریکايي وګړي پر امریکا د فشار راوړلو لپاره بندیان کړي دي.

محمد هاشم دانش، سیاسي کارپوه وایی: «طالبانو په امریکا باندې د خپلو غوښتنو منلو لپاره تر ټولو زیات فشار راوړی، چې له ډلې یې د هغوی د پیسو خوشې کول، په رسمیت پیژندل او په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ ورکول شامل دي.»

تر دې مخکې د امریکا د ملي امنیت دوو چارواکو این بي سي نیوز ته ویلي وو چې د دغه هېواد دوه وګړي دا مهال د طالبانو په بند کې دي چې یو یې رایان کوربټ دی او دویم یې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان ته په سیاحتي ویزې تللی وو.

اوس مهمه پوښتنه دا ده، چې که طالبان دغه دوه بندیان خوشې کړي، پایلې به یې څه وي؟

طارق فرهادي، سیاسي کارپوه وایی: «که دا دوه یرغمل خوشې شي، پایله به یې د سرپرست حکومت په رسمیت نه پیژندل وي، خو د یرغمل په توګه د دوی نیول بد نوم هم لري چې په افغانستان کې د ګرځندوی پراختیا ته زیان رسوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په بند کې د امریکایانو شمېر نه دی روښانه کړی، خو په پرله پسې ډول یې ویلي چې له طالبانو سره د هغوی د بې قید او شرطه خوشې کېدو په اړه خبرې کوي او دا مساله د امریکا او طالبانو تر منځ د مثبت تعامل په لاره کې یو له خنډونو ده.

د امریکايي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، رایان کوربټ په افغانستان کې یو کوچنی مالي شرکت درلود او که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه وتلی و، خو په ۲۰۲۲ کال کې بېرته افغانستان ته راغی.