افغانستان

بې‌وزلۍ په غور کې ماشومان له زده‌کړو لېرې کړي

د طالبانو د محدودیتونو تر څنګ، په تېره بیا د ښځو او نجونو پر زده کړو له بندیزونو سره، بې‌وزلي او تنګلاسي نور هغه لاملونه دي چې ښوونځي ته د یو شمېر زده کوونکو د تګ مخه يې نيولې.

له دې جملې په غور ولایت کې یو شمېر ماشومان وايي، د بې‌وزلۍ له امله ښوونځي ته نه شي تلای او خپلو کورنیو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره د سختو کارونو کولو ته اړ شوي دي.

له بلې خوا د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي په غور کې د ښوونځیو د مناسبو ودانیو نشتوالی، د مسلکي ښوونکو کمښت، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی او د لارې لېرې‌والی په دې ولایت کې د ماشومانو د بې سوادۍ ستر لاملونه ګڼي.

۱۵ کلن عبدالحکیم تراوسه یوه ورځ هم ښوونځي ته نه دی تللی. هغه وايي، چې په دې ټولو کلونو کې یې د ژوند تر ټولو لویه اندېښنه د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کول دي.

عبدالحکیم اوس د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په دښتو کې د خپل کور د ګرمولو لپاره د سونګ موادو په ټولولو بوخت دی.

عبدالحکیم د خپلو ستونزو په هکله آمو وویل: «زما پلار معیوب دی، ورور مې هم په رواني ستونزو اخته دی، کار نه شي کولی، په کور کې دى او مونږ هيڅ پیسې نه لرو.»

عبدالحکیم یوازیی غوري ماشوم نه دی چې د بې وزلۍ له امله ښوونځي ته نه شي تللی، بلکې زرګونه نور ماشومان هم په کار بوخت دي او ښوونځي ته له تګ بې برخې پاتې شوي دي.

د غور یو اوسېدونکی، محمد اقبال وایی: «له حکومت او موسساتو مو غوښتنه همدا ده چې زموږ سره مرسته وکړي، څو موږ ښوونځي ته لاړ شو.»

د غور یوبل اوسېدونکي، حبیب الله وایی: «سهار۶ بجې ځم، کاغذونه راټولوم، د سوځولو لپاره يې کورته راوړم
او بېرته کور ته د سودا اخیستلو لپاره ځم.»

خليل الله هم آمو وویل: «دا شیان چې راټولوم بازار ته یې وړم، پلورم يې، ډوډۍ او خواړه اخلم او کور ته یې وړم.»

د دې تر څنګ په غور کې ځينې کورنۍ وايي، چې له ښوونځيو د لارې لېرې‌والی يې د ماشومانو د بې سوادۍ يو لامل دى.

عبدالرحیم د دغو ماشومانو د بی‌سوادۍ په اړه اندېښنه څرګندوي او وایی: «هېڅ امکانات نشته. روغتیا په برخه کې، د ښوونکو د کمښت په برخه کې. هيڅ کيفيت نشته، موږ ته هيڅ پاملرنه نه کیږي.»

د غور یو بل اوسېدونکی، قیام‌الدین په دې اړه وایی: «زموږ ښوونځي د څښاک اوبه نه لري. لاره ډېره لرېې ده. ښوونځي ته یو ساعت، یو نیم ساعت لاره ده.»

په غور کې ماشومان د زده کړو له ملاتړو بنسټونو څخه غواړي چې دوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
غور ولایت یو له غرنیو ولایتونو دی، چې اوسېدونکي یې وایي؛ د بې وزلۍ د ستونزې د حل لپاره د مرکزي حکومتونو له پاملرنې تل لرې پاتې شوي دي.