افغانستان

خبریالان وايي په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن دی

یو شمېر خبریالان وايي، په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن دی او په خپلو ژورنالیستیکي کارونو کې له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي.

دغه خبریالان زیاتوي چې د طالبانو ویاندویان په ډېری حالاتو کې دوی ته له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

له بلې خوا د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو له خوا د فیسبوک د بندولو پر طرحې نیوکه کوي او ټینګار کوي چې د دې پرېکړې په پلي کېدو سره به معلوماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر محدود شي.

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وايي، چې د راپور ورکولو چارې د طالبانو له لوري له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي او خبریالان لازمو معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

دغه خبریالان ټینګار کوي چې د راپورونو د چمتو کولو پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي او په ډېرو حالاتو کې د طالبانو ویاندویان رسنیو ته معلومات نه ورکوي.

یو خبریال وایی: «کله چې یوه پېښه وشي او د طالبانو ویاندویانو ته زنګ ووهو، هغوی زموږ زنګونو ته ځواب نه وايي، د خبریالانو لپاره ډېرې ننګونې او ستونزې شته.»

د افغانستان د خبريالانو د مركز مشر وايي، په تېر كال كې رسنۍ او خبريالان د طالبانو له لوري له ډېرو محدوديتونو سره مخ شوي او په افغانستان كې يې حقونه په پراخه توګه تر پښو لاندې شوي دي.

احمد قریشي، د افغانستان د خبریالانو مرکز مشر وایی: «په افغانستان کې د رسنیو وضعیت او په هېواد کې د خبریالانو د کار شرایط مساعد نه دي، له بده مرغه، سره له دې چې د رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هېواد کې د تطبیق وړ ښودل شوی دی، طالبانو په هېواد کې لږ تر لږه ۱۷ داسې فرمانونه صادر کړي دي چې په حقیقت کې د طالبانو خپله پالیسي ده.»

تازه د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د فیسبوک د بشپړ بندولو طرح چمتو کړې ده.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو دغه پرېکړه د بیان د ازادۍ خلاف بولي او ټینګار کوي چې د پلي کېدو په صورت کې به خلک اطلاعاتو ته له لاسرسي بې برخې شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته فیسبوک په دې ټولنیزه شبکه کې د طالبانو او د هغوی د پلویانو فعالیتونه محدود کړل او د ملي ټلویزیون او باختر خبري اژانس پاڼې چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، هم وتړل شوې.

د بې پولې خبریالانو سازمان د جنورۍ میاشتي راپور ښیې چې افغانستان، روسیه او ویتنام د خبریالانو لپاره درې ننګونکي هیوادونه دي او په دغو هیوادونو کې خبریالان د جاسوسۍ په تور نیول کیږي او زنداني کیږي.

تر دې مخکې د بې پولې خبریالانو سازمان شمېرې ورکړې وې چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره د ۵۴۷ رسنیو له ډلې، ۸۰ ټلویزیوني شبکې، ۱۳۷ راډیوګانې او ۱۳ خبري اژانسونه له فعالیت لوېدلي او ډېری خبریالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې بېکاره شوې دي.