افغانستان

اسلام اباد له نړۍ تمه لري چې د ټي ټي پي پر ضد جګړه کې پر طالبانو فشار راوړي

انځور: رویټرز

اسلام اباد له نړۍ تمه لري چې د ټي ټي پي پر ضد جګړه کې پر طالبانو فشار راوړي.

پاکستاني چارواکو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، اسلام اباد هڅه کوي نړۍ ته قناعت ورکړي چې د ټي ټي پي او داعش ګواښونه یو شان دي.

په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې تر نامه لاندې د داعش ګواښ هم راڅرګند شو.

عظیم الله ورسجي – په قطر کې د افغانستان پخوانی شارژدافیر وایی: «د داعش ځانګړي اهداف، لکه څنګه چې د دوی په اساسي قانون او خبرپاڼې کې هم خپاره شوي، د خراسان په تاریخي خاوره کې چې د سیمې یوه برخه یې د چین، ایران، پاکستان، سویلي اسیا او منځنۍ آسیا ده، د اسلامي حکومت (داعش لخوا مشخص شوی جوړښت) رامنځته کول دي.»

په اېکس شبکه کې د ملي امنیت د پخواني رییس احمد ضیا سراج په وینا، واک ته د طالبانو له راتګ سره د داعش خراسان څانګې له خوا د ګواښونو کچه هم لوړه شوې ده. په دې موده کې د پاکستاني چارواکو د څرګندونو پر بنسټ ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان او د هغې څانګې هم په پاکستان کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

تازه اکسپرس ټربیون راپور ورکړی چې اسلام آباد د نړۍ د قانع کولو لپاره خپل لستوڼي بډ وهلي چې د داعش او ټي ټي پي ترمنځ هیڅ توپیر نشته.

د اکسپرس ټربیون د راپور یوه برخه: «د سرچینو په وینا، پاکستان له نړیوالو لوبغاړو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ګواښ سره هغه ډول چلند وکړي لکه څنګه چې یې له داعش سره کوي. داعش نه یوازې په پاکستان او ایران بلکې اوس په روسیه کې هم د سترو ترهګریزو بریدونو مسوولیت منلی دی.»

د بېلابېلو باورونو تر منځ په هڅو کې، ځینې په دې اند دي چې د داعش او ټي ټي پي د ګواښ موخه او اندازه په بشپړه توګه توپیر لري. د داعش ګواښ په سیمه او نړۍ کې او د ټي ټي پي ګواښ یوازې په پاکستان کې ځانګړی او محدود دی.

عبدالله قرلق د تخار پخوانی والي وایی: «د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان او داعش ترمنځ عمومي توپیر شتون لري، توپیر دا دی چې د ټي ټي پي یوازنی هدف او تمرکز د پاکستان حکومت دی، د پاکستان پر واکمن ځواک پورته دی، ټي ټي پي یوازې د پاکستان هیواد لپاره یو ګواښ دی. د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.»

پاکستاني چارواکو ډېر کله په دوامداره توګه د ټي ټي پي د خوځښتونو د زیاتوالي پړه د طالبانو پر اوږو اچولې ده. که څه هم طالبان د دغه تورونو په ردولو سره د ټي ټي پي مسله د پاکستان یوه کورنۍ مسله ګڼي.

له دې ټولو سره؛ په دې نوې تګلارې؛ اسلام اباد د څه په لټه کې دی؟

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان له خاورې د کار اخیستو په اړه د اسلام اباد له څرګندونو وروسته، تازه د پاکستان بېزنس ریکارډ راپور ورکړی چې د پاکستان د سوداګرۍ د ملي ډلې مشر ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان د طالبانو تر ادارې لاندې له دوی سره د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو غوښتنه لري، خو په ځینو مواردو کې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

طالبانو تل د پاکستان په ناامنیو کې هر ډول لاس لرل رد کړي او دا تورونه یې بې بنسټه بللي دي. خو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کلني راپور د طالبانو، القاعده شبکې او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د اړیکو په مثلث اندېښنه ښودلې وه.