نړۍ

د بشري مرستو یو کاروان د رفح سرحد له لارې غزې ته ورسید

په داسې حال کې چې په غزه کې د قحطۍ د زیاتېدونکي خطر په اړه اندېښنې شتون لري، د بشري مرستو یو کاروان د دوشنبې په ورځ د رفح سرحد له لارې غزې ته ننوت.

ملګرو ملتونو په غزه کې د قحطۍ خبرداری ورکړی او غزې ته یې د بشري مرستو په رسولو کې پر خنډونو نیوکه کړې ده.

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو او امریکا په غزه کې د قحطۍ خبرداری ورکړی، د بشري مرستو یو کاروان د دوشنبې په سهار د رفح پولې له لارې غزې ته ننوت.

په دې وروستیو اونیو کې د غزې جګړې ځپلي اوسېدونکي د خوراکي توکو کمښت تر ټولو سخت ځپلي دي.

دغو موټرو د غزې په روغتونونو او روغتيايي مرکزونو کې د کارونې لپاره تېل لېږدول.

د اسرائیلو او حماس تر منځ شپږ میاشتنۍ جګړې د غزې زیاتره ۲،۳ میلیونه خلک بې کوره کړي او د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

په همدې حال کې د نړیوالې محکمې په یوه غونډه کې نیکاراګوا له جرمنپ څخه اسرائیلو ته د پوځي وسلو د استولو د بندولو غوښتنه وکړه.

کارلوس ګومز، د نیکاراګوا استازی وایی: “په اوسنۍ قضیه کې، نیکاراګوا د اسراییلو لخوا د ترسره شوي نسل وژنې مسؤولیت د جرمني په غاړه دی. او همدارنګه د نسل وژنې کنوانسیون لاندې د خپلو مکلفیتونو څخه د سرغړونې مسؤولیت او د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې د جرمني د خپلو مکلفیتونو څخه سرغړونه ده.”

خو په غزه کې یو روغتیايي چارواکی وايي، هغه روغتیايي مرستې چې غزې ته رسېدلې دي، د خوارځواکي ماشومانو د درملنې لپاره کافي نه دي.

د روغتیايي مرستو وروستۍ جوپه تېره ورځ غزې ته ورسېده. ناروغان هم په غزه کې د روغتیايي مرکزونو له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي.

ام عاصم النجار، د غزې اوسېدونکې وایی: “زه یو له هغو کسانو څخه یم چې د جګړې پر مهال امیندواره وم او زما ماشوم د جګړې په بهیر کې زېږېدلی. کله چې زه امیندواره وم، زه د خوارځواکۍ سره مخ وم، د خوړلو لپاره هیڅ شی نه وو، زه د سالم ماشوم د زیږون لپاره خوړوو ته اړتیا لرم.”

په ورته مهال، په غزه کې د مرستو ترلاسه کول یوه ډیره مهمه موضوع ګرځیدلې ده. د اسرائیلو او حماس تر منځ د شپږ میاشتنۍ جګړې له امله په غزه کې تر ۳۳۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په اسراییلو کې د دې جګړې تلفات ۱۲۰۰ تنه دي.