افغانستان

یوه فعال په کابل کې د زرو هلکانو او نجونو لپاره د زده کړې زمینه برابر کړی دی

د کابل په لرې پرته سیمه بت خاک کې د پوهنې د حق لپاره یوه فعال له یوه کال راهیسې نږدې زر هلکانو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

هغه وايي، چې د لږو اسانتیاوو او په ازاده فضا کې په ځانګړې توګه د نجونو لپاره تدریس ته دوام ورکوي.

د هغه په وينا، په دې کمه موده کې يې هڅه وکړه، چې د خپل کلي مشران قانع کړي، چې خپل زامن او لوڼې زده کړو ته وهڅوي.

په ورته وخت کې زده کوونکي ټولګي او درسي مواد غواړي او له طالبانو غواړي چې د دوی د زده کړو د دوام مخه ونه نیسي.

د کابل ولایت په لیرې پرته سیمه «بت خاک» کې د پوهنې د حقونو د فعال وزیر خان او د هغه د زده کوونکو لپاره یو بل سهار پیل شو.

یو کال کېږي چې لسګونه هلکان او نجونې له جهالت او بې سوادۍ څخه د لرې پاتې کېدو او د روښانه راتلونکي د ترلاسه کولو لپاره د هغه پر لار روان دي.

د دوی ټولګي چت نه لري او کافي تعلیمي مواد نه لري؛ خو دوی خوشحاله دي چې د دوی د تعلیمي کاروان مخه نه ده نیول شوې.

يو زده کوونکي وويل: زه دې ښوونځي ته له يو کال راپه دیخوا راغلم، غوښتل مې وګورم چې موږ تر لمر لاندې يو او زموږ لپاره دې ښوونځى جوړ شي، خو موږ ډېر خوښ یو چې ښوونځي ته ځو.

بلال چې یو تن زده کوونکی دی وايي: «موږ کتابونه نه لرو او د مطالعې مواد هم نه لرو، موږ کتابونه غواړو او ښوونځي غواړو».

د ماشومانو لوبې د هر چا لپاره د ښوونځي دورې یوه خوږه او د یادولو وړ برخه ده.

د اختر په نامه يوه زده کوونکي آمو ته وويل: «دلته سخته ګرمي ده او موږ غواړو چې زموږ لپاره يو ښوونځى جوړ شي، څو نور زده کوونکي هم له موږ سره يو ځاى شي».

سیعده د تعلیمي ننګونو په اړه وايي: «زموږ ماشومان نه کتابونه لري او نه کتابچه، دلته په دوبي کې ګرمي»

وزیر خان په خپل لوډ سپیکر سره د دوی په کلي کې کوڅې ته ځي او کورنۍ هڅوي چې خپلو ماشومانو ته تعلیم ورکړي.

هغه آمو ته وويل: «کابو ډېره موده کېږي چې ما په دې لرو پرته سيمه کې د هلکانو او نجونو لپاره د وړيا زده کړو زمينه برابره کړې او د زده کوونکو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي».

وزیر خان اوس د خپل کلي مشران د تعلیم په اهمیت قانع کړي او اوس د دې کلي مشران هم ورسره همکاري کوي.

د بت خاکک د قوم يو مشر عبدالله د وزير خان د دې نوښت په اړه وايي: «موږ ډېر خوښ يو چې زموږ ماشومان عصري کتابونه او ديني کتابونه لوستل زده کوي».

د دې سيمې يو اوسېدونکی عبدالرحمن وايي: «ډېر خوښ يم چې په دې ګڼه ګوڼه کې خپل ځان ګورم او د دي ځوان د هڅو ملاتړ کوم».

یوازې د ماشومانو لپاره نه، بلکې وزیر خان په دې کلي کې د کتابونو د راټولولو کمپاین هم پیل کړی او ځوانانو ته یې د لوستلو زمینه برابره کړې ده.

هغه وايي، هیله لري چې په افغانستان کې هېڅ هلک او نجلۍ بې سواده پاتې نه شي – دا هیله چې په دې ورځو کې د نجونو تر ټولو لوی آرمان دی.