افغانستان

د بشري حقونو فعالانو له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د اعدام سزا پای ته ورسوي

په ورته وخت کې د طالبانو له خوا د درو د سزا او اعدام د حکم له پلي کېدو سره د بشري حقونو یو شمېر فعالان له طالبانو غوښتي چې دې کار ته د پای ټکی کېږدي.

په افغانستان کې د اعدام د سزا د تطبیق زیاتوالي د بشري حقونو د فعالانو غبرګونونه راپارولي دي.

په وروستۍ قضیه کې د طالبانو سترې محکمې تازه اعلان وکړ، چې په غور ولایت کې یې درې تنه د ټولو په مخ کې په درو ووهل.

د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د ټولو په وړاندې د ښځو په درو د وهلو د سزا د تطبیق دفاع کړې ده.

د ښځو د حقونو فعاله شفیقه رازمند وايي: « چیرته چې خلک په ځانګړې توګه ښځې عدالت ته لاس رسی نه لري، هلته عدلي او قضایي نظام له سقوط سره مخ وي، هلته ښکاره تښتونه او د اعدام سزا ورکول، قتل او سنګسار وي. د بشري جرم په توګه، د وژنې جرم په رڼا ورځ څرګند وي».

ښځې او نجونې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو د سختو سیاستونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

د فراه اوسېدونکې ستوري زیاته کړه: «څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر وویل، چې موږ د ښځو د وهلو د حکم د عملي کېدو دفاع کوو، که څه هم دا د دموکراسۍ خلاف کار دی، خو موږ یې تعقیبوو. د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د وهلو دا دوام یوه جدي او د اندېښنې وړ مسله ده او موږ د طالبانو د ښځو په وهلو اندېښمن یو او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د طالبانو په اړه پلټنې وکړي.»

په همدې حال کې د فراه ولايت يوه بله اوسېدونکې ډيوه وايي: «له بده مرغه موږ هره ورځ د دې شاهدان يو چې طالبان ښځې په عام محضر کې په درو وهي، دې موږ اندېښمن کړي یو. له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې دغه فرمان دې لغوه کړي او نړيواله ټولنه دې نور د افغانستان ښځې نه هېروي.»

د ټولو د سترګو په وړاندې د درو د وهلو د فرمان تطبیق د ۱۴۰۱ کال د قوس په میاشت کې د طالبانو د مشر له حکم وروسته پیل شو.

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، د طالبانو د مشر له حکم وروسته په افغانستان کې د دوی د واکمنۍ په څه باندې دوه نیم کلنه موده کې سلګونه کسانو درې خوړلی دي او پنځه تنه په فراه، لغمان، غزني او جوزجان ولایتونو په عام محضر کې اعدام شوي دي.