سوداګري

په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر: د ټاپي پروژه د ټولو اړخونو لپاره یوه بریا ده

په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر ویلي ، دي چې د ټاپي پروژه د ټولو اړخونو لپاره یوه بریا ده.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي ، چې پاکستان به د ټاپي پروژې د پرمختګ په برخه کې کلک هوډ سره پاتې شي.

دا ترکمنستاني دیپلومات وايي، تمه ده چې د ټاپي پروژې په اړه د حکومتونو ترمنځ کمېسیون غونډه سږ کال جوړه شي.

له بلې خوا د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسلام آباد د ټاپي پروژې د پرمختګ په برخه کې ثابت قدم دی.

د پاکستان د تیلو وزیر مصدق ملک وویل: «ټاپي یوه مهمه پروژه ده او پاکستان یې بشپړولو ته ژمن دی».

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې اسلام آباد له قطر څخه د «ال ان جی»یا ګاز پر واردولو ډېر تکیه لري او له کلونو راهیسې د ایران-پاکستان د ګازو د پایپ لاین پر پروژې کار کوي او د ټاپي پروژې چې له افغانستانه تېرېږي.

خو په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د لېږد د ګډې پروژې په تړاو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې له ایران سره سوداګري د امریکا د بندیزونو له خطر سره مخ ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر وویل: «موږ تل ټولو ته مشوره ورکوو چې له ایران سره سوداګري زموږ د بندیزونو د خطر سره به مخامخ شي، او موږ ټولو ته مشوره ورکوو چې دا موضوع په دقت سره وڅېړي، او لکه څنګه چې مرستیال منشي تیره اونۍ څرګنده کړه، موږ د دې پایپ لاین د دوام ملاتړ نه کوو».

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې سیاسي لانجې او سیمه ییزې کړکېچ په ځانګړي ډول د هند او پاکستان ترمنځ د ټاپي پروژې عملي کار تر سیوري لاندې راوستی او د دې پروژې کار یې ځنډولی دی.

د ټاپي پروژې عملي کار په ۲۰۱۵ کال کې په ترکمنستان کې پیل شو او درې کاله وروسته د دې پروژې د پرانیستې مراسم د افغانستان په هرات ولایت کې د ترکمنستان، پاکستان، هند او افغانستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې ترسره شول، خو لا هم دوام لري،او د دې پروژې د پرمختګ خبر نشته.

د ټاپي پروژه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري او د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته رسېږي.