افغانستان

نوي کال او د نوي ښوونیز کال پیل د ځینو نجونو لپاره له کړاو او مایوسۍ سره مل وه

له شپږم ټولګي څخه پورته يو شمېر نجونې چې د ښوونځي جامې يې اغوستي ښوونځي ته تللې، وايي چې د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي. ځينې نجونې هم وايي، چې په داسې ورځ په کور کې پاتې کېدل مایوسۍ او غمجن کېدل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا ورځ خواشینونکې بللې او ویلي یې دي چې له افغان ښځو او نجونو سره عبی عدالتی چلند د افغانستان په اړه د امریکا په سیاستونو کې لومړیتوب لري.

۱۳ کلن فرشته، د خپل ښه ژوند دوه ورځې له لاسه ورکړې دي. نوي کال او نوی تعلیمي کال. هغې تېر کال شپږم ټولګي بشپړ کړل، خو نن د طالبانو له خوا تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو د بنديز له امله په خپل کور کې بند پاتې ده.

تبسم، د فرشتې کوچنۍ خور، نن د لومړي ځل لپاره د ښوونځي جامې اغوندي او په لومړي ټولګي کې شامیيږي. د فرښتې لپاره ، دا د رنځ څخه ډکه صحنه ده.

دا زده کوونکی وايي: «ما خپله خور ښوونځي ته راوستله. دوهم ټولګي ښوونځی کی درس لولی. زه په دې هیله راغلم چې ښوونځي ته ننوځم، زه په یوولسم ټولګي کې یم، خو هغوی ماته اجازه نه راکوله چې ښوونځي ته دننه شم».

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پرله پسې دریم کال له زده کړو څخه د نجونو محرومیت اندیښمنونکی بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ودانت پټل وویل: «له افغان ښځو او نجونو سره بی عدالته چلند د افغانستان په اړه د پالیسیو په برخه کې زموږ د ښکیلتیا په برخه کې یو له لومړیتوبونو څخه دی. «موږ هم په دې باور یو چې دا هغه څه دي چې باید د طالبانو د تش په نامه حکومت لپاره مهم وي، او موږ فکر کوو چې دا د نړیوالو پیژندلو لپاره د دوی د بیان شوي غوښتنې لپاره خورا مهم دی».

د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازۍ رینا امیري، هم د ان اي اډی په یوه غونډه کې وویل چې په نوي ښوونیز کال کې د نجونو محرومیت زړه خواشینونکی دی او له طالبانو سره په خبرو کې باید بشري حقونه او د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازۍ زیاته کړه: د یوې ټولیزې ټولنې په توګه موږ مسوولیت لرو چې له طالبانو سره خبرې وکړو، د ښځو د حقونو او بشري حقونو په اړه داسې خبرې وکړو چې هغوی پوه شي چې دا یوازې خبرې نه دي. دا یوه مسله ده، دا هغه څه نه دي چې د لومړیتوب څخه پاتې شي. او راځئ چې په هر پړاو کې پوه شو چې دوی به د نورمال کیدو په لور خپل اهداف ترلاسه نکړي، د پرمختګ په لور په خپلو اهدافو کې په معنی ډول.

د ښځو له حقونو څخه د دفاع یو شمېر بنسټونو د طالبانو د سختو سیاستونو پر ضد عریضه کړې او د اوسني وضعیت د حل لاره د جمهوري نظام په رامنځته کېدو کې ویني.
د ارغواني شنبه غورځنګ وايي: «د طالبانو د تش په نامه او غلط حکومت د ړنګولو او د یوه مشروع، دموکراتیک او غیر متمرکز حکومت د جوړولو لپاره لا زیاتې هڅې به وکړئ».

په ورته وخت کې یوناما له نجونو پرته د ښوونیز کال د پیلېدو په غبرګون کې دا یو غیر عادلانه او زیانمن بندیز بللی او له طالبانو یې غوښتي چې دا کار پای ته ورسوي.

یوناما نن په ایکس کې لیکلي: « په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره له ۹۰۰ څخه زیاتې ورځې تیرې شوي چې له ۱۲ کلونو څخه د کم عمره انجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو منع شوي دي» یوناما په اوسنیو چارواکو غږ کوي چې ددي غیر عادلانه او ناوړه بندیز پای ته ورسوي. «د سولې او سوکالۍ لپاره د ټولو لپاره تعلیم اړین دی».

اشرف غني په یوه پیغام کې په نوي تعلیمي کال کې د نجونو پر زده کړو بندیز دردونکی او د هېواد د راتلونکي بربادوونکی بللی او پر پای ته رسولو یې ټینګار کړی دی. عبدالله عبدالله وویل، تمه لري چې په ۱۴۰۳ کال کې به د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز لرې شي.

۱۴۰۲ کال د ښځو په اړه د ډیرو محدودیتونو سره پای ته ورسید، او ۱۴۹۳ د بندیزونو په دوام سره پیل شو،او د بدلون نښې پکي نښکاریږي.