سوداګري

په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان اقتصادي وضعیت

په ۱۴۰۲ کې، افغانانو له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخ وو او ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د افغانستان د ناخالص کورني توليداتو وده تقریبا صفر وه.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د راپور پر بنسټ، د افغانستان د اقتصاد د کچې، په تېره بیا د دي هېواد د سړي سر عاید د کچې لوړېدل به کلونه وخت ونیسي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه مخکې لومړي حالت ته ورسېږي.

محمد اسلم، شپاړس کلن دی او د خپلې کورنۍ د یوولسو غړو مشري پر غاړه لري چې د طالبانو تر راتګ مخکې یې په یوه خصوصي ښوونځي کې کار کاوه، خو اوس وزګار دى او د خپل ژوند نيمايي برخه يې د خپلو اولادونو د ژوندي ساتلو لپاره په خیرات ټولولو کې تېروي، هغه وايي چې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال يې د بېوزلۍ خوند د نورو کلنو په پرتله ډېر تجربه کړي.

د بادغیس ولایت، دي اوسېدونکی زیاته کړه: «زه دا ماشومان سوال کولو ته لیږم،مخکی می پښې ښی وي او کار ته تلم او پیسي به می ګټلی او دی خپلو اولادونو نفقه به می برابره وله خو اوس په داسي بدبختی اوښتای یم»

خو د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه دوه برابره شوې او د افغانستان ۸۵ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې دي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۸مه په خپل وروستي راپور کې د افغانستان په ناخالص تولید کې د ۳۱،۲ سلنه کمښت خبر ورکړ.

د ښځو پر وړاندې محدودیتونو د مرستو د تطبیق مختل شوي او پر دې سربېره د بنسټونو غیرمرکزي کېدل، د تخصصي او تخنیکي وړتیاوو له لاسه ورکول، پر بانکونو بندیزونه او د سوداګرۍ ګډوډی دل د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخ کړی دی.

د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۱ نیټه د ملګرو ملتونو ویاند سټفان دیجاریک وویل: «د دې راپور پراساس، په ټولو سکتورونو کې د کار کولو میرمنو شمیر د پام وړ کم شوی دی، په۲۰۲۲ کې ۱۱٪ څخه په ۲۰۲۳ کې یوازې ۶٪ ».

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام هم ویلي چې له لسو افغانانو څخه اوه یې د خوراکي توکو، روغتیا ساتنې، کارموندنې او نورو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې افغانستان چې شاوخوا ۴۵ میلیونه نفوس لري په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د سړي پرسر عاید تر ټولو ټیټ دی.

په دې راپور کې د افغانستان د سړي پر سر عاید
په ۲۰۲۰ کال کې ۵۱۲ ډالره، په ۲۰۲۱ کې ۳۶۵ ډالره، په ۲۰۲۲ کال کې ۳۵۹ ډالره او په ۲۰۲۳ کال کې ۳۳۲ ډالره ښودل شوي دي.

خو په تېر یوه کال کې هم د ځینو لویو پروژو کار پیل شوی او یا هم تړونونه لاسلیک شوي دي، له دې جملې څخه د ۱۰۸ کیلومترو په اوږدوالي د قوش تیپې کانال د لومړي فاز بشپړېدل او د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار د بیا پیل لپاره د تړون لاسلیک کول دي.

د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د حوت په ۱۰مه د قرغزستان، ازبکستان، پاکستان او طالبانو استازو په استانبول کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار د بیا پیل تړون لاسلیک کړ، چې له منځنۍ آسیا څخه جنوبي آسیا ته به برېښنا لېږدوي.

نړيوال بانک به له نږدې دوه نيمو کلونو ځنډ وروسته د ددي پروژې مالي تمويل وکړه، خو ژمنه يې وکړه چې د دې پروژې د جوړېدو لګښت او عوايد به په راتلونکي کې له افغانستانه بهر اداره کېږي او طالبان به په دې معامله کې لاس نه لري.

طالبانو د کاسا د پیل په تړاو د نړیوال بانک د پرېکړې هرکلی کړی دی.
اوس مهال ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران د افغانستان د برېښنا له مهمو تمویلوونکو څخه دي او په تېر کال کې افغانستان د ډېرو برېښنا د پرې کېدو شاهد و او ازبکستان د مې میاشتې په پنځمه افغانستان ته د خپلې صادرې شوې برېښنا پنځوس سلنه پرې کړه. د کابل او د نورو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا له سخت کمښت سره مخ دي.

په ورته وخت کې د افغانستان صنعت چې ناخالص توليدات کې مهم رول لوبوي، د برېښنا د پرې کېدو له امله ۶۰ سلنه تولید بند شوی دی.

ځینې اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د صنعت تر څنګ کرنه هم د ناخالصو تولیداتو په وده کې ښه ونډه لري، خو په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د طبیعي پېښو له امله د افغانستان د کرنې سکتور زیانمن شو.

د ملګرو ملتونو او د هغې د بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، درې کلنې وچکالۍ او سېلابونو په بېلابېلو ولايتونو کې زرګونه کروندګر زيانمن کړي او تر ټولو مهمه دا چې د هجري لمريز کال په لومړيو مياشتو کې د مراکش ملخانو په لسو ولايتونو کې کرنيزې ځمکې لاندې کړې دي. د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې، چې مرکز یې دی، دوی د هیواد د غنمو تولید په نښه کړ.

د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د ثور په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان د غنمو په ډنډو د مراکش د ملخانو برید یوه لویه اندیښنه وبلله.

«موږ د راتلونکي کال لپاره هم چمتووالی ته اړتیا لرو، نو هغه څه چې موږ یې کوو موږ باید د راتلونکي کال لپاره چمتو کړو» په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي: «هغه څه چې موږ باید ترسره کړو دا ډاډ ترلاسه کړو چې په راتلونکي کال کې موږ نوره بده ناروغي ونه وینو»

په ټولیز ډول، د لویو مالي موسسو او بنسټونو لکه نړیوال بانک له خوا د افغانستان د اقتصاد لیدلوری تیاره او کمرنګه بلل شوی او اټکل کیږي چې په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان ناخالص تولید ټیټ وي.