سوداګري

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي توکو مرستو ته د اړتیا د زیاتوالي خبرداری ورکړی

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې اقتصادي ننګونو او انسان دوستۍ بحران د خوراکي توکو د مرستو غوښتنه زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو دې ادارې راپور ورکړی چې د نفوسو زیاتوالي او افغانستان ته د څه باندې نیم میلیون کډوالو راستنېدل بشري دوستۍ ناورین لا پسې زیات کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د ژمي په موسم کې کاري ورځو ته په ځانګړې توګه د غیر مسلکي کارګرانو لپاره لاس رسی د پام وړ کمیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي چې، اقتصادي ننګونو په افغانستان کې بشري دوستۍ ناورین زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې سیاسي بدلونونه راغلل، انفلاسیون په سلو کې ۱۸ لوړ شو، خو له ۲۰۲۲ کال وروسته کم شو.
د خوړو نړیوال پروګرام په دې باور دی چې د انفلاسیون دوامداره تمایل د کمزورو اقتصادي فعالیتونو له امله دی چې د خلکو د پیرودلو ځواک یې کم کړی دی.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ له زیاتوالي شکایت کوي.

د کابل اوسېدونکی عبدالله وايي: «روژه ده، کاروبار نشته دی، موږ د سرکونو په سر خوب کوو؛ که کوم مسلمان څه راکړل، خو راکړي به یې وي کنه هیڅ!»

د کابل يو بل اوسېدونکي عبدالرحمن آمو ته وويل: «زه د کور درې زره کرايه ورکوم، روژه ده، هیڅوک زموږ سره مرسته نه کوي.»
د خورو د نړیوال سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي چې، د ژمي په موسم کې په ټول افغانستان کې د دندو کچه په ځانګړې توګه د غیر مسلکي کارګرانو لپاره کم شوی دی.

د دې ادارې د شمېرو پر بنسټ، د کارګرانو منځنی میاشتنی عاید له ۲زره تر ۶زره افغانیو څخه کم دی.

یو شمېر ورځنی مزدوران وایی چې، د روژې په میاشت کې د کاروبار کم شوی او په اونۍ کې یوه ورځ هم کار نه پیدا کوی.

د کابل اوسېدونکی شعیب وايي: «زه هیڅ کاروبار او کمال نه لرم، موږ دلته کارګران یو، موږ اووه تنه عیال لرم، اوومه روژه ده؛ خو یوازی یوه ورځ مو په دوه سوه افغانیو کار وکړ.»

د کابل اوسېدونکی عزیز زیاتوي: «زموږ کورنۍ نهه کسان لري. یوه اونۍ کیږي چې وزګار یم، سل او یو نیم سل د ورځې پیدا کوو، مګر موږ نه پوهیږو چې څه به کیږي، بس همدا روزګار دی.»

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام وروستی راپور چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې خپور شو؛ دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې له لسو څخه اوه تنه د خوراکي توکو، روغتیا او نورو ورځنیو اړتیاوو په برخه کې د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.