افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د حضور پر اړتیا ټینګار وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت له غځولو وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ټول افغانستان کې د یوناما او د دې سازمان د نورو بنسټونو، مرستو او پروګرامونو د شتون پر دوام ټینګار کړی دی.

همدا راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د افغانستان په مسئله کې له ښکېلو هېوادونو غوښتي، چې د خپل ماموریت په پلي کولو کې له یوناما سره همغږي او په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو او اړوندو کارکوونکو د تګ راتګ او آزادۍ خوندیتوب تأمین کړي.

دې شورا له عمومي منشي څخه وغوښتل چې، په هرو درېیو میاشتو کې د افغانستان د وضعیت او د یوناما د ماموریت د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې کړي.

جاپان چې په امنیت شورا کې د افغانستان د قضیې مسؤولیت په غاړه لري او د دې پریکړه لیک مسوده یې چمتو کړې ده، داسې وایي: «د دې ماموریت (یوناما) شتون اړین دی. ځکه چې نړیواله ټولنه «له طالبانو سره د ژورو اړیکو او باور رامنځته کولو» په لټه کې ده او دا مسئله د افغانستان خلکو ته دا پیغام لري چې، ملګري ملتونه به د امنیت شورا په ملاتړ د افغانستان د خلکو لپاره خپل نه ستړي کیدونکي ماموریت ته دوام ورکړي.

له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د امريکا دايمي استازې ليندا توماس ګرينفيلډ د دې سازمان د امنيت شورا په غونډه کې په خپله وينا کې ویلي دې چې؛ په افغانستان کې د يوناما د ماموريت په غځولو سره دا شورا د ملګرو ملتونو د سازمان د فعالولو په برخه کې مرسته کوي چې، په دې هیواد کې د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو سره د سولې د پرمختګ او د ټولو ملي سیاسي لوبغاړو ترمنځ د خبرو اترو لاره هواره کړي.

د اکوادور استازي په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکو بشري اړتیاوو په ځانګړې توګه د ښځو او انجونو لپاره د مقابلې په برخه کې د یوناما په رول ټینګار وکړ.

د اسلووني استازي هم د افغانستان وضعيت د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه: «کله چې په افغانستان د بشري حقونو، ناوړه انساني او اقتصادي وضعيت او امنيتي ګواښونه ننګونو په اړه خبرې کېږي، نو دا عوامل د افغانستان د خلکو پر ژوند ناوړه اغېزه کوي او طالبان لا هم دا غلطي تکراروي.»

له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د سهېلي کوریا استازي یادونه کړې چې، ډېر ژر به په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شي، خو یو میلیون او ۴۰۰ زره نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د سهېلي کوريا استازي د دې هېواد له ښځو او نجونو څخه ملاتړ وکړ او ويې ويل چې؛ د هرې ورځې په تېرېدو د هغوى کړاوونه زياتېږي. هغه ټینګار کوي: «موږ باید هیڅکله له دې حالت سره عادت نه شو. نړیواله ټولنه د «افغانستان د بیا یوځای کیدو» په اړه په یوه حساس پړاو کې ده.»

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د سفیر مرستیالې انا اوستیګنیوا له طالبانو سره تعامل یو ضروري امر وباله او زیاته یې کړه: «له طالبانو سره له خبرو پرته بله چاره نشته.»

په دې کتنه کې مېرمن اوستګنیوا ټینګار وکړ چې؛ د وضعیت له معقولې او متوازنې ارزونې او له طالبانو سره له رغنده او عملي تعامل پرته په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدل ناشوني دي.

په افغانستان کې د چین د استازي مرستیال ګنګ شوانګ ویلي چې، په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه د امنیت شورا پریکړه لیک په دغه هیواد کې «وروستي پرمختګونه» نه منعکسوي.

ښاغلي شوانګ ادعا وکړه چې، افغانستان په تېرو دوه نیمو کلونو کې د داخلي ثبات، اقتصادي پرمختګ او د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا شاهد دی.

په دې سره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت مشر نصیر احمد فایق ویلي دي چې؛ افغانستان د طالبانو د ژمنو د نشتوالي له امله « د عادلانه، مسؤل او ټول شموله حکومتدارۍ سیسټم رامینځته کولو»له سخت بحران سره مخ دی. د دې وضعیت په حل کولو کې پاتې راتللو دا کړکیچ لاپسې زیات کړی دی.